د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د عبدالرشید دوستم دفتر په یوې مشکوکه الوتکه کې بلخ ته د هغه راتګ رد کړ


د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي ښاغلی دوستم په هغه الوتکه کې و چې د مزار شریف په هوايي ډګر کې تېره شپه ورته د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه.

دغه دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی دوستم د ترکیې په انقره کې دی او په څو راتلونکو ورځو کې وطن ته د بېرته راتلو نیت نه‌لري.

له دې مخکې د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم او هویت د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، یوه مشکوکه الوتکه چې ګومان کېده د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به په‌کې و او غوښتل یې د مزار شریف په هوايي ډګر کې کېني ورته اجازه ورنه‌کړل شوه او ترکمنستان ته ولاړه.

بل‌خوا د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد تائید کړه چې یوې الوتکې قصد درلود د بلخ په هوایي ډګر کې کېني، خو د تخنیکي ستونزو له امله‌یې ناسته ونه‌شو کړای او لومړی ترکمنستان او له هغه ځایه ترکیې ته ولاړه.

هغه زیاته کړه چې په دې الوتکه کې ترکان وو چې د یوې پروژې د پرانیستلو لپاره مزار شریف ته راتلل.

  • پخواني معلومات

یوه باوري سرچینه وايي، یوه مشکوکه الوتکه چې ګومان کېږي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په‌کې و او غوښتل یې د مزار شریف په هوايي ډګر کې کېني په ترکمنستان کې ناسته ده.

د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم او هویت د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، افغان چارواکو ته په دې اړه چې دا مشکوکه الوتکه له ترکیې څخه مزار شریف ته روانه شوې خبر رسېدلی و.

د سرچینې په وینا د الوتکې پیلوټ ته وویل شول چې د حقیقت د روښانه کېدو لپاره دې د مزار شریف پر ځای په کابل کې کېني، خو الوتکه کابل ته نه بلکې د ترکمنستان خوا ته ولاړه او کېناسته.

د ښاغلي دوستم د ملي جنبش ګوند سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG