د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

اطلاعات: ولسمشر له سیاسیونه غوښتي چې لومړیتوبنه دې درجه بندي کړي


د کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د ولسمشر د پرونیو څرګندونو په اړه چې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال يې وکړې مطالب خپاره کړي دي.

ملي ارمانخپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې د ملي یووالي حکومت د یو تفاهم نامې له مخې رامنځ ته شوی دی.

د سرمقالې په باور قدرت د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ پنځوس پنځوس تقسیم دی او د سیاسي تفاهم نامې له مخې باید اجرائيه رئیس د ولسمشر هومره واکونه ولري خو په عمل د ولسمشر ټيم له مقرریو نیولې تر بودجې ډېری واکونه خپل کړي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې اوس ولسمشر دا ټول موضوعات په یوه یا دوه جملو ردوي او وايي چې د حکومت ټولې پرېکړې په ګډه نیول کېږي.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي چې د حکومت مشران باید د یو بل ستونزې درک کړي او د خبرو له لارې ټولې ستونزې حل او فصل کړي.

د دې ترڅنګ يې په یو جلا مطلب کې د ولسمشر له خوا سیاست مدارانو ته لیکلي چې دا ګز دا میدان یانې د حکومت هر سیاسي مخالف دي د خپلو اصلاحي طرحو په وړاندې کولو سره د اصلاحاتو په پروسه کې برخه واخلي.

انیس دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې د ولسمشر له قوله لیکلي؛ موږ غواړو چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کار وکړو او ټولې ستونزې په فرصت بدلې کړو.

د مطلب لیکوال د ولسمشر له قوله زیاته کړې ده چې ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان ته وروستي سفرونه د حکومت مهم اقدامات وو او له همدې لارې غواړي چې د افغانستان جغرافیه په یو مهم فرصت بدله کړي.

اطلاعات،نادولتي ورځپاڼه هم همدې موضوع تم شوې او لیکلي دي چې ولسمشر له سیاسیون څخه غوښتنه کړې چې لومړیتوبنه دې درجه بندي کړي چې څه غواړي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام يې لیکلي دي چې ولسمشر د یو شمېر سیاستوالو د اعترضونو په غبرګون کې په ځانګړي ډول چې محقق ویلي تصمیم په ټولیز ډول نه نیول کېږي ویلي دي چې هېڅکله په افغانستان په شریک ډول تصمیم نه دی نیول شوی، خو اوس مهال ټولې پرېکړې په شریکه کېږي.

د اسیا زړه انګلیسي ژبې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د عبدالرشید دوستم موضوع ته اشاره کړې او د ولسمشر له قوله يې لیکلي دي چې د ښاغلي دوستم موضوع له شخص سره د شخص مسئله ده، او دولت په کې مداخله نه کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې ولسمشر لیکلي چې جنرال دوستم د تدواۍ په هدف د لویې څارنوالۍ په امر ترکیې ته سرف کړی دی.

XS
SM
MD
LG