د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اڅکزى: پاکستان دي د افغانستان د استقلال ضمانت ورکړي، پخلاينه يې زما کار دى


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي يو ځل بيا پر پاکستان ټينګار کړى چې له افغانستان سره خپلې اړيکې سمې کړي او په افغانستان کې لاسوهنه پاى ته و رسوي، وايي که نه وي پاکستان به له سختو بحرانونو سره مخامخ شي.

ښاغلي اڅکزي په کوټه کې خبري غونډې ته ويلي، که پاکستان په سيمه او افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ونه کړي، نو د چين او پاکستان د اقتصادي لارې پروژه به هم بريالۍ نه شي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د پښتونخوا ګوند مشر محمودخان اڅکزي وويل، په پاکستان کې د مېشتو قومونو د ګډ فيدراسيون او په سيمه و افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې په پاکستان کې ډيموکراسي دوام وکړي.

د شریف کورنۍ پر دوی د فساد د ادعا په اړه د پلټونکي کمېسیون راپور رد کړ

ښاغلي اڅکزي د پاناما اسنادو په اساس پر صدراعظم نوازشريف او د هغه پر کورنۍ د لګېدليو تورونو په اړه وويل چې په دې هېواد کې په فساد او درغليو تورن هر څوک بايد محاکمه شي، وايي د يوې کورنۍ په ضد د درغليو په تور ګامونه اخيستل او له صدراعظم نوازشريفه د استعفى غوښتنه دا څرګندوي چې يو ځل بيا په دې هېواد کې ډيموکراسي را پرځول کېږي.

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان له ډېرو بدو حالاتو سره مخامخ دى او د نورو لوړو ځوړو او ګډوډيو توان نه لري، زه د پاکستان د پوځونو په شمول د اپوزېسیون له ټولو ګوندونو د پښتونخوا ګوند له اړخه غوښتنه کوم چې د پاناما خبره بايد نوره ونه شاربي، که نه وي پاکستان به د نورو بحرانونو ښکار شي."

محمود خان اڅکزي په سيمه کې وروستيو تروريستي پېښو ته په کتنې سره وويل چې پاکستان اوس هم په اسيا کې يو پرمختللى هېواد جوړېداى شي، خو شرط دا دى چې دلته به امنيت وي، وايي که امنيت نه وي، نه يوازې به د چين- پاکستان اقتصادي لاره جوړه نه شي، بلکې پاکستان به نور په ستونځو کې ښکېل شي:

"هر ډول چې وي پاکستان به له افغانستان سره د سولې فضا جوړوي، که نه وي يوه وړه تېروتنه به موږ له داسې بحران سره مخامخ کړي چې بيا به يې موږ سنبال نه کړو، موږ په هيڅ ډول په دې سيمه کې جګړه نه شو زغملاى، په جلال اباد کې د لوى بم- د بمونو مور غورځول- زه د پاکستان لپاره [د امريکا له خوا] خبردارى ګڼم چې که چا په غارونو کې څه پټ ساتلي وي موږ يې تباه کولاى شو."

ښاغلي اڅکزي د پخوا غوندې پر پاکستان ټينګار وکړ چې له افغانستان سره خپلې اړيکې سمې کړي او په افغانستان کې لاسوهنه پاى ته و رسوي، وايي که نه وي پاکستان به له سختو بحرانونو سره مخامخ شي.

حسین حقاني: د افغان جګړې ګټلو لپاره دې پر پاکستان فشار راوړل شي

ده وويل افغانستان له لسګونو کلونو راهيسې د پاکستان د خلکو لپاره دارالامن اوسېدلى دى او اوس هم افغانستان د پاکستان دوست هېواد جوړېداى شي:

"د افغانستان او پاکستان پخلاينه تر ټولو اسان کار دى، خو دلته په پاکستان کې له کرکې د ډکو فکرونو مخنيوى کول غواړي، که ډاکټر عبدالله عبدالله دى، که اشرف غني صاحب دى او که کرزى صاحب دى د برابرۍ په اساس به موږ افغانستان ته د دوى د استقلال ضمانت ورکوو، بيا د افغانانو پخلا کول زما کار دى او زه وايم په افغانستان کې زموږ لاسوهنه به موږ تباه کړي، ټول نړيوال ځواکونو تر موږ را چاپېر شوي دي، بيا به نه زموږ په وس وي نه به د کرزي صاحب په وس وي، زموږ ملک به وي د نړۍ د زورور د بمباريو مرکز به وي موږ به ژاړو."

ښاغلي اڅکزي له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مشر له یوځای کېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي اڅکزي له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مشر له یوځای کېدو هرکلی وکړ.

محمودخان اڅکزي افغانستان ته د حزب اسلامي د ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار د راتګ او له افغان حکومت سره د پخلاينې هرکلى وکړ او ويې ويل چې ډيموکراسي يواځينۍ لاره ده، چې په وسيله يې خلک د ولس په رايو واک تر لاسه کولاى شي او ټينګار يې وکړ چې هره ډله بايد خپلې شخړې له سياسي لارې حل کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG