د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

پاکستان: افغان حکومت باید طالبان په سياسي توګه سولې ته وهڅوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت باید افغان طالبان په سياسي توګه وهڅوي چې هغوی د سولې خبرو ته حاضر شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفیس زکريا دا خبرې پرون په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

ده زیاته کړه:

"پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان جګړه په هېڅ توګه جنګي حل نه‌لري، د حل لپاره بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير پر مخ لاړ شي."

  • خو افغان حکومت په دې اړه څه وايي؟

د افغان ولسمشر له مرستيال وياند نجيب‌الله ازاد څخه مو پوښتنه وکړه چې دې خبرې ته يې ځواب څه دی؟

ازاد: د افغان حکومت دروازه د ټولو پر مخ پرانيستې ده.
ازاد: د افغان حکومت دروازه د ټولو پر مخ پرانيستې ده.

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل:

"د افغان حکومت دروازه د ټولو پر مخ پرانيستې ده، نه په قوم، نه په مذهب او نه هم په ژبه پورې تړاو لري، هر څوک چې وغواړي د افغانستان د اساسي قانون تر چتر لاندې له حکومت او ملت سره کار وکړي، هغوی ته ښه راغلاست وایو، موږ په دې توګه هغو طالبانو ته چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره جګړه کوي، بيا بيا ويلي چې د سولې د پروسې برخه دې شي."

طالبانو څو مياشتې مخکې د افغان حکومت پر ضد د منصوري په نوم عملیات پیل کړل، اوس هم له دې حکومت سره د سولې خبرو ته نه‌دی تيار شوی.

دا په داسي حال کې ده چې امريکا او ناټو متحدانو يې ويلي چې زرګونه تازه نفس سرتېري به افغانستان ته ولېږي څو له افغان ځواکونو سره زياته همکاري وکړي.

يو شمېر څېړونکي وايي، يوازي د نورو سرتېرو په لېږلو ستونزه نه‌حل کېږي.

د واشنګټن په ویلسن څېړنيز مرکز کې د سيمې کارپوه مايکل کوګلمن له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې افغانستان ته نور ځواکونه لېږل به افغان ځواکونو ته روحيه ورکړي، خو یوازي دا جګړه پای ته نه‌شي رسولی.

اوس‌مهال په افغانستان کې تر ۱۳ زرو زيات نړيوال ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي چې ډېری یې امریکايي ځواکونه دي.

XS
SM
MD
LG