د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

پر منځني ختیځ د سعودي د بدلونونو او د قطر د بحران اغېز


یو وخت وو چې د فارس خلیج د نوم په اخیستلو سره د داسې نازولو ټولنو تصور ذهن ته راتلی چې د زړو پاچاهانو تر واک لاندې د خپلو تېلو څخه په ترلاسه شویو پيسو او لوړو ودانیو سره په ارامۍ ژوند کوي او په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو هم سوله ساتلې ده.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په یوې مقاله کې د خلیج هېوادونو تر منځ هغه سیاسي بدلونونه تحلیل کړي چې وایي، له کبله‌یې د دغې سیمې ارامتیا له ګواښ سره مخامخ ده.

مقاله د سعودي عربستان له‌خوا د چهارشنبې د ورځي ناڅاپي سلطنتي اقدام یادوي چې شهزاده محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه معرفي شو.

څېړونکي وایي، دا تر ټولو وروستی کارت و چې د خلیج هېوادونو پر وروستیو بدلونونو وراضافه شو.

مقاله زیاتوي له قطر سره د سعودي عربستان په ګډون د خلیج د نورو هېوادونو د اړیکو پرې کېدلو داسې اندېښنې راپورته کړې چې ښایې د خلیج د غړو هېوادونو تر منځ نښتې وشي.

بل لور په قطر کې د تر ټولو لویې او مهمې بهرنۍ پوځي اډې موجودیت چې په امریکا پورې مربوط ده، تر اوسه د قطر لپاره د یوې ښې پالېسۍ د بیمې په توګه ګڼل شوې ده، خو دې مسئلې د واشنګټن لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

د لیکوال په خبره یوازنی مخالف چې عربي هېوادونو یې په وړاندې د درېدو شورا جوړه کړه ایران دی چې تېره اوونۍ یې په سوریه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو پر لور بالسټیک توغندويي فیر کړ.

ایران په دې وروستیو کې سوریه کې د داعش پر اهدافو راکټي حمله وکړه.
ایران په دې وروستیو کې سوریه کې د داعش پر اهدافو راکټي حمله وکړه.
  • ​پوښتنه دا ده چې په حقیقت کې څه روان دي؟

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس لیکي ځیني پلټونکي دې ته اشاره کوي چې د دې بې‌نظمیو ډېره برخه تېره میاشت سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر سفر وروسته شوي دي.

هغه سفر چې ولسمشر ټرمپ وښودله د امریکا جمهوري غوښتونکي د پخواني ډموکرات ولسمشر بارک اوباما پرتله نړۍ ته په متفاوت نظر ګوري.

دغه څېړونکي وایي، په حقیقت کې له ایران او قطر دواړو سره اوسنۍ شخړې پخوانیو کلونو ته ورګرځي، خو د یوه سیمه‌ییز متحد په توګه له ریاض څخه د ټرمپ ملاتړ ښایي سعودي عربستان لا هڅولی وي چې په دې سیاسي جغرافیه کې بدلون راولي.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

په دې تحلیلي مقاله کې راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هڅه کوي د قطر د بحران منځګړیتوب وکړي، بل‌خوا په خپله د ولسمشر ټرمپ له ټویټر پیغامونو داسې ښکاري چې د سعودي په مشرۍ د خلیج هېوادونو له‌خوا د قطر د منزوي کېدو ملاتړ کوي.

دغه هېوادونه ادعا کوي چې قطر د تندلارو ډلو ملاتړ کوي، خو قطر دا ادعاوې ردوي.

لوېدیځ ډیپلوماتان وایي، د قطر په وړاندې د دوی د څارنې بې‌پروایې د دې سبب شوه چې په سوریه کې د القاعده شبکې څانګې په څېر نورې سني تندلارې ډلې حمایه شي.

د لیکوال په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ له هغو هېوادونو چې له قطر سره‌یې اړیکې پرې کړي د شکایتونو د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت وایي، د ټرمپ ادارې د خپلو خلیج متحدینو تر منځ د اختلافاتو زغم له لاسه ورکړی دی.

د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن څرګندونې چې تېره اوونۍ یې کانګرس ته کړې وې، په امریکا کې هغه چارواکي په غوسه کړي چې له وړاندي یې د ټرمپ په اړه شک درلود.

ټېلرسن کانګرس ته ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات په ایران کې دننه د هغو کسانو د ملاتړ لپاره کار کوي چې د حکومت د سوله‌ییز انتقال زمینه برابروي.

په همدې حال کې تهران په پراخ ډول سعودي عربستان تورنوي چې د ایران پر پارلمان او د هغه هېواد د ستر مذهبي مشر پر هدیره‌یې د اسلامي دولت ډلې د بریدونو ملاتړ کړی دی.

مقاله زیاتوي روانه اوونۍ ایران په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو د توغندویي برید په ترسره کولو دا وښودله چې تهران په ښکاره سعودي عربستان او امریکا ته پیغام ورکړ.

د نورو مسایلو تر څنګ په کوېټ او عمان کې وګړي د خپلو اوسنیو مشرانو د روغتیا په اړه اندېښمن دي چې یو یې ۸۸ کلن شیخ صباح ال احمد الصباح دی «Sheikh Sabah Al Ahmad Al Sabah» او بل ۷۶ کلن سلطان بن سعید «Sultan Qaboos bin Said» دی.

د لیکوال په خبره په عمان کې د سلطان کوم ښکاره ځای ناستی نه‌شته او په کوېټ کې ښایي د مشرۍ پر سر ستونزي راپورته شي.

XS
SM
MD
LG