د سعودي عربستان د ملکي هوایي چلن ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې د قطر د الوتکو پرمخ یې هوایي قلمرو د خپل هېواد د ملي حاکمیت د حق په رڼا کې تړلی ترڅو د دې هېواد وګړي د هرډول ګواښ په وړاندې خوندي کړي.
دغې ادارې دغه څرګندونې د قطرد هوایي شرکت د اجرائیه رئیس د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي دي.
اکبرالبکر له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین تورن کړل چې د قطر د الوتنو پرمخ د هوایي قلمرو په بندولو سره یې نړیوال قانون ترپښو لاندې کړی دی.
د سعودي ملکي هوایي چلن ادارې په یوه بیان کې ویلي چې هوایي قلمرو یې د دې لپاره تړلی چې خپل هېواد او اتباع د هر تهدید په وړاندې خوندي کړي او دغه اقدام یې هم د احتیاط لپاره کړی دی.
ورته بیانونه د قطر د هوایي شرکت د رئیس له څرګندونو وروسته د متحده عربي اماراتو او بحرین د ملکي هوایي چلن ادارو هم خپاره کړي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې متحده عربي امارات او قطر له اوږدې مودې راهیسې د هوايي ټرانسپورت لپاره د یوه خلاص هوایي قلمرو د موافقو کلک پلویان وچې د هېوادونو پر الوتنو محدودیتونه لېرې کوي.
دغې پالیسۍ په سیمه کې له لویو د امارات، اتحاد او قطر هوایي شرکتونو سره مرسته کړې چې خپل هوايي ډګرونه پراخ کړي او هغه د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ پر سترو مرکزونو بدل کړي.
سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر یوه اوونۍ مخکې له قطر سره ټولې اړیکې وشلولې او دا هېواد یې تورن کړ چې په سیمه کې شخړو او ترهګرۍ ته لمن وهي او ځان ایران ته ډېر ور نژدې کوي. خو دوحه ټولې دغه ادعاوې رد کړي دي.
پر قطر د لګول شویو بندیزونو له امله په سیمه کې د قطر د هوایي شرکت د الوتنو ټول اتلس مقصدونه چې د وړاندې الوتنو لپاره یې ورڅخه د ټرانزیټ په توګه کار اخېست هم بند شوي او سعودي او متحده عربي اماراتو هم دغه شرکت دې ته اړ کړی چې خپل دفترونه وتړي.
د قطر د هوایي شرکت اجرائیه رئیس البکر دغه راز د ملکي هوایي چلن له نړیوالې ادارې چې د هوا له لارې د ټرانسپورټ چارې تنظیموي، غوښتي چې د شیکاګو د کنوانیسون له مخې د هوایي قلمرو بندول غیر قانوني اعلان کړي.