د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ظریف: سعودي د ایران په ختیځ کې په فعاله توګه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې سعودي عربستان د ایران په ختیځ کې په فعاله توګه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

جواد ظریف چې د اسلو د غونډې په نوم د کنفرانس په څنډه کې یې خبرې کولې وویل: تهران داسې استخباراتي معلومات لري چې سعودي عربستان د ایران په ختیځ کې د ترهګرو ډلو په پراختیا کې په فعاله توګه ښکېله ده.

جواد ظریف زیاته کړه چې سعودي عربستان پر ایران د بریدونو لپاره د یو ګاونډي هېواد له خاورې ګټه اخلي خو نوموړې د دې ګاونډي هېواد نوم یاد نه‎کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ظریف وايي:

"زموږ پام دی. استخباراتي معلومات مو په لاس کې دي چې سعودي عربستان د هغو ترهګرو ډلو په فعاله توګه ملاتړ کوي چې د ایران په ختیځ کې په بلوچستان کې فعالیتونه کوي. سعودي عربستان د ایران پرضد د بریدونو لپاره زموږ د یو ګاونډي هېواد له خاورې استفاده کوي."

د ایران سیستان – بلوچستان ولایت د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې پروت دی او د پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري. د دې ولایت اکثریت اوسیدونکي سُنیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په تهران کې له هغو بریدونو اووه ورځې وروسته کوي چې په کې د دې هېواد پارلمان او د ایران د اوسني نظام د بنسټ ایښودونکي روح‎الله خُمیني مزار په نښه شوي وو.

د ایران پر پارلمان او د خُمیني پر مقبره حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي ۴۲ ټپيان دي

تهران کې دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې شوي

د ایران پر پارلمان او د خُمیني پر مقبره حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي ۴۲ ټپيان دي

د دې بریدونو مسؤلیت د داعش وسله‎والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

سعودي عربستان په دې برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او برعکس ایران یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی.

ریاض چې په منځني ختیځ کې د امریکا پیاوړی متحد دی وايي: ایران په سیمه کې د ناکراریو اور ته لمن وهي.

تېره میاشت سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو لیک کې ادعا وکړه چې "ایران د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د سیمې ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی. "

سعودي عربستان چې رهبري یې د سُنیانو سره ده په سیمه کې د شیعه‎ګانو تر کنټرول لاندې د ایران لوی رقیب بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG