د لاسرسي لېنکونه

تهران کې دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې شوې


د ایران په پلازمینه تهران کې نن چهارشنبه دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې هم شوي دي.

د پارلمان د ودانۍ په څلورم پوړ کې یوه انتحاري حمله کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او نورو ملګرو‎ یې په خلکو ډزې هم کړي دي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، څلور کسان د پارلمان په ودانۍ کې برمته نیول شوي دي.

اخوا رسنیو د پارلمان د یوه غړي الیاس حضرتي په حواله ویلي چې په پارلمان کې په ډزو سره دوه ته وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

تر دې مخکې لومړۍ انتحاري حمله د تهران په جنوب کې د روح‎الله خمیني په مقبره کې شوې چې ویل کېږي یو تن پکې وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

د تهران والي حسین هاشمي ویلي، په مقبره کې یو حمله کوونکی وژل شوی او نور یې ژوندي نیول شوي دي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې تازه په تهران کې د نننیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG