د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د ایران پر پارلمان او د خُمیني پر مقبره حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي ۴۲ ټپيان دي


د ايران پر پارلمان او د دغه هېواد د انقلاب د مشر پر مقبره د وسله‌والو بريدونو مسؤلیت داعش ډلې واخيست.

په دغو حملو کې چې نن وشوې، د ځينو راپورونو له مخې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۲ کسان ټپيان شوي دي.

داعش ډلې په ايران کې د چهارشنبې د دوو جلا حملو مسئوليت ومانه.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش سره اړوندې اعماق خبري اژانس دا خبره کړې ده.

وسله‌والو او ځانمرګي بريدګرو د چهارشنبې په ورځ د ايران پر پارلمان او د دغه هېواد د اسلامي انقلاب پيلوونکي ایت‌الله روح‌الله خُمیني پر مقبره حمله وکړه.

چارواکو ويلي دا ترورېستي حملې وې.

د ایران پارلمان تر حملې وروسته.
د ایران پارلمان تر حملې وروسته.

د ايران رسنیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه درې حمله کوونکو د خُميني پر مقبره حمله وکړه او پر زيارت کوونکو يې ډزې پيل کړې.

د ايران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی دی چې دوه امنيتي ساتونکي وژل شوي او تر ۳۰ زیات کسان ټپيان شوي دي.

دولتي رسنيو د تهران د والي حسين هاشمي له قوله ليکلي چې يو حمله کوونکی ځانمرګی بریدګر وو او يو د امنيتي ځواکونو له‌خوا ووژل شو او يو بل حمله کوونکی ونيول شو.

هاشمي ويلي چې پر مقبره په دغې حمله کې د مقبرې يو کارکوونکی ووژل شو او نور ټپيان دي.

اېرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې دوه حمله کوونکي نيول شوي دي.

په همدې حال کې د ايران په پارلمان کې هم ډزې شوې دي او په تهران کې د پارلمان وکيل الياس حضرتي ویلي چې حمله کوونکي درې وو، دوه کلاشينکوفونه او یوه تفنګچه ورسره وه.

ایران کې د وسله والو حمله.
ایران کې د وسله والو حمله.

د تهران یو اوسېدونکی پر پارلمان د حملې په اړه وايي:

"روغتون ته ولاړم، له درېیو څخه تر پنځو دقيقو پورې مې د ډزو غږونه واورېدل او وروسته امنیتي ځواکونه راغلل، روغتون‌يې وتاړه، دا کار دښمنانو کړی دی."

د ځينو راپورونو پر اساس، د چهارشنبې د ورځې په حملو کې ۴۲ کسان ټپيان شوي دي او ۱۲ نور وژل شوي دي.

ويل کېږي پر پارلمان حملې تر ډېره دوام وکړ.

په پارلمان کې د نښتې پر مهال یوه حمله کوونکي په څلورم منزل کې ځانمرګی برید کړی دی.

تسنيم خبري اژانس راپور ورکوي چې په پارلمان کې څلور کسان برمته نيول شوي دي او یو امنيتي ساتونکی وژل شوی دی.

پر پارلمان او د خُمیني پر مقبره حملې پر يوه مهال شوي او ويل کېږي ښايي سره هماهنګې شوې وې.

د ايران استخباراتي ادارې ويلي چې دغه حمله ترورېستانو کړې ده.

  • پخوانی معلومات

په ایران کې نن په دوو بېلابېلو انتحاري حملو او ډزو کې ۱۲ ایرانیان وژل شوي دي.

څلور حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

لومړۍ انتحاري حمله د روح‌الله خمیني په مقبره کې وشوه او وروسته حمله کوونکو پر خلکو ډزې وکړې.

په دوهمه پېښه کې د پارلمان په ودانۍ کې انتحاري حمله وشوه چې وروسته له څلورم پوړ نه حمله کوونکو پر خلکو ډزو وکړې.

ایراني چارواکو ویلي چې حمله کوونکو په پارلمان کې په څلورم پوړ کې یو شمېر کسان برمته نیولي و او اوس دا برمته نیونه پای ته رسېدلې ده.

اخوا تسنیم خبري اژانس په تهران کې د نن ورځې د دواړو حملو په نتیجه کې د شااوخوا ۵۰ وژل شویو او ټپیانو لېست خپور کړی دی.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د دواړو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات

د ایران په پلازمېنه تهران کې نن چهارشنبه دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې هم شوې دي.

د پارلمان د ودانۍ په څلورم پوړ کې یوه انتحاري حمله کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او نورو ملګرو‎ یې په خلکو ډزې هم کړې دي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، څلور کسان د پارلمان په ودانۍ کې برمته نیول شوي دي.

اخوا رسنیو د پارلمان د یوه غړي الیاس حضرتي په حواله ویلي چې په پارلمان کې په ډزو سره دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

تر دې مخکې لومړۍ انتحاري حمله د تهران په جنوب کې د روح‎الله خمیني په مقبره کې شوې چې ویل کېږي یو تن په‌کې وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

د تهران والي حسین هاشمي ویلي، په مقبره کې یو حمله کوونکی وژل شوی او نور یې ژوندي نیول شوي دي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې تازه په تهران کې د نننیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات

د ایران په پلازمېنه تهران کې نن د روح‌الله خمیني په مقبره کې انتحاري حمله شوې ده او د پارلمان په ودانۍ کې هم په خلکو ډزې شوې دي.

روېټرز خبري اژانس ویلي د خمیني په مقبره کې په انتحاري حمله کې یو تن وژل شوی او څو نور ژوبل دي.

یو حمله کوونکی د پولیسو له‌خوا وژل شوی او نور یې نیول شوي دي.

اخوا په تهران کې د پارلمان په ودانۍ کې هم ډزې شوې دي.

مهر خبري اژانس د پارلمان د یوه استازي ابوالفضل حسن بیګي په حواله راپور ورکړی چې د پارلمان له ودانۍ حمله کوونکو پر خلکو ډزې کړي دوه تنه‌یې وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي.

مهر د ملي امنیت د کمېسیون د مرستیال په حواله ویلي چې په پارلمان کې ډزې بندې دي او سیمه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

  • پخواني معلومات

د ايران رسنيو د دوو جلا پېښو راپور ورکړی چې د ايران په پارلمان او په تهران کې د ايت‌الله روح‌الله خميني په مزار کې ډزې شوې دي.

د ايران دولتي خبري اژانس خبر ورکړی دی چې دوو حمله کوونکو د دغه هېواد پر پارلمان حمله وکړه او يو ګارډ يې وواژه، نور راپورونه د یو ګارد د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دولتي ڼلوېزیون بيا ويلي چې حمله کوونکي څلور تنه وو چې یو په‌کې ځانمرګی بريدګر هم شامل وو.

په تهران کې د پارلمان وکيل الياس حضرتي ویلي چې حمله کوونکي درې تنه وو چې دوه کلاشينکوفونه او یوه تفنګچه ورسره وه.

د ایران د پارلمان ودانۍ.
د ایران د پارلمان ودانۍ.

ځيني راپورونه وايي چې په ټوله کې درې کسان ټپيان شوي دي.

اېسنا خبري اژانس د پارلمان د یوه غړي له خولې لیکلي چې د پارلمان ټولې دروازې بندې وې او یو حمله کوونکی د امنيتي ځواکونو له‌خوا محاصره شوی وو.

په یوه بله پېښه کې يوه کس د ايت‌الله روح‌الله خميني په مزار کې پر خلکو ډزې پيل کړې.

فارس خبري اژانس وايي چې په دغو ډزو کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

اېسنا خبري اژانس بيا د یوې سرچينې له خولې چې نوم‌یې نه‌دی ياد شوی، ليکلي چې د مزار په دروازه کې يوه کس ځانمرګی بريد کړی.

ایراني پولیس د وسله والو د حملې د کنټرول پرمهال.
ایراني پولیس د وسله والو د حملې د کنټرول پرمهال.

تسنيم خبري اژانس بيا راپور ورکړی دی چې تر اوسه حمله کوونکی نه‌دی پېژندل شوی او د حملې هدف‌يې نه‌دی معلوم.

د یادونې وړ ده چې ایت‌الله خميني په ۱۹۷۹میلادي کال کې په ايران کې اسلامي انقلاب پیل کړی وو.

پر پارلمان د حملې په اړه څه ويل کېږي چې پای ته رسېدلې که نه؟

روېټرز خبري اژانس د عیني شاهد له قوله راپور ورکوي چې امنيتي ځواکونه په لوی شمېر کې د پارلمان دننه او دباندې حضور لري او حمله پای ته رسېدلې ده.

  • پخواني معلومات

د ایران خبري رسنۍ راپور ورکوي چې نن په تهران کې د پارلمان پر ودانۍ او د روح‌الله خمیني په مقبرې جلا ډزې شوې دي.

نیمه دولتي اژانس فارس ویلي په خمیني مقبره کې یوه کس په خلکو ډزې کړي چې یو شمېر کسان‌یې ژوبل کړي دي.

اخوا دولتي ټلوېزیون ویلي حمله کوونکي څلور تنه وو چې یوه‌یې انتحاري واسکټ هم په تن و.

اخوا یو تن په تهران کې د ایران د پارلمان په ودانۍ کې ډزې کړي چې یو ساتونکی یې ټپي کړی دی.

په پارلمان کې د تهران د یوه استازي الیاس حضرتي په حواله ویل شوي چې حمله کوونکي درې تنه وو.

ځینو نورو رسنیو بیا ویلي چې په ډزو کې درې تنه په نښه شوي وو.

تهران کې د پارلمان په ودانۍ او د روح الله خمیني په مقبرې ډزې شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:21 0:00

XS
SM
MD
LG