د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ټرمپ سعودي او اسرائیل کې له تود او اروپا کې له ساړه هرکلي سره مخ شو


ټرمپ په اروپا کې خپل د ساړه هرکلي ځواب ووایه
ټرمپ په اروپا کې خپل د ساړه هرکلي ځواب ووایه

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډترمپ ته په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان او اسرائیلو د مشرانو له خوا بې ساري هرکلی وویل شو او حتی ښکارېدل چې دواړو د متحدو ایالاتو په وړاندې د همکاریو په ژمنو سره له یو بل سره سیالي کوله، خو په اروپا کې دی له ساړه هرکلي سره مخامخ شو.

ټرمپ هم په خپل وار د دې ساړه غبرګون ته ځواب ووایه.

ده د اقلیم د بدلون او د ناټو د غړو د پورونو په څېر موضوعات د امریکا ډېرو نېژدې متحدانو ته بې پردې یاد کړل او ویې ویل چې که دوی خپله برخه پیسې پرې کړې وای، نو ناټو به د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې اوس تر پخوا ډېره ځواکمنه وای.

د ناټو په سلو کې نېژدې اویا برخه لګښت دا مهال امریکا ورکوي. د ناټو غړو له دې مخکې ژمنه کړې وه چې خپل دفاعي لګښتونه به تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپل ناخالص ملي تولید په سلو کې دوو ته لوړوي خو دا ژمنه یوازې بریتانیا، استونیا، یونان، پولنډ او متحد ایالاتو عملي کړې ده.

ولسمشر ټرمپ همدا راز د ناټو په سرمشریزه کې د وینا پر مهال د امریکا او د ناټو د غړو ترمنځ د متقابلې دفاع د ملاتړ له یادونې څخه په ښکاره ډډه وکړه.

د ښاغلي ټرمپ د وینا پرمهال د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل، د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د ناټو د غړو هېوادونو نور مشران په بې‎ساري ډول غلي ولاړ وو او کله چې له پخواني دود سره سم د ډله ییزعکس د اخېستو وخت شو ډېری مشرانو هڅه کوله چې له ده لېرې ودرېږي.

ولسمشر ټرمپ د خپل لومړني بهرني سفر په وروستي پړاو کې د ایټالیا ښکلي ښار سیسلي ته رسېدلی هلته چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي اووه سرمشریزه جوړېږي.

په دې سرمشریزه کې پر متحد ایالاتو سربېره د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او کاناډا مشران ګډون کوي.

اسوشیټېد پریس خبري اژانس په یوه تحلیلي مطلب کې اټکل کوي چې ښايي له ولسمشر ټرمپ سره په دې غونډه کې هم په خورا احتیاط سره چلند وشي ځکه ده د انتخاباتي کمپاین پر مهال تل د لومړی امریکا او له نړیوالو اقتصادي تړونونو د امریکا د وتلو شعارونه ورکول.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند پرون څرګنده کړه چې ښاغلي ټرمپ په جي اووه کې د شاملو هېوادونو له ولسمشرانو سره یو په یو جلا کتنې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي اقتصاد سلاکار ګاري کوهان د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ښاغلی ټرمپ به اوس له دې مشرانو سره په صمیمي چاپیریال کې بحثونه وکړي، دی به د هغو او هغو به د ده پر خبر و ځانونه پوه کړي.

XS
SM
MD
LG