د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

ټرمپ به سیسلي کې د نړۍ د مشرانو له پوښتنو سره مخامخ شي


د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سیسلي ته ورسېد او هلته به په دوه ورځني جي اووه اقتصادي سرمشريزه کې ګډون کوي.

ويل کېږي دی به د سوداګرۍ او اقلیمي بدلون په اړه د نړۍ د مشرانو له پوښتنو سره مخامخ شي.

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو مشران په سیسلي کې د جي اووه په سرمشريزه کې ګډون کوي.

د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک د دې دوه ورځنۍ سرمشريزې تر پيلېدو مخکې ویلي:

د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک
د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک

"دا به پرته له شکه له کلونو راهيسې يوه ستونزمنه سرمشريزه وي. په سرمشريزه کې ځينې ګډونوال د اقليمي بدلون او سوداګرۍ په اړه بېل نظر لري."

ټوسک زیاته کړه، تر ټولو مهمه خبره د یووالي ساتل دي په ځانګړي توګه کله چې د اصولو پر اساس د نړیوال نظم ساتل وي.

خو ده خبرداری ورکړ چې که مشران سره متحد نه وي، په نړۍ کې وضعیت ښايي واقعاً له کنټروله ووځي.

ټاکل شوې ده دوی به په دغه سرمشريزه کې په منچسټر کې د مې د ۲۲مې له حملې وروسته د امنيتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

ټوسک وويل چې دی له ټرمپ سره په بشپړه توګه موافق دی کله چې هغه وويل نړيواله ټولنه، جي اووه، امریکا او اروپا باید د ترورېزم او داعش پر وړاندې جدي او ظالمانه مبارزه وکړي.

لويديځ رسنیو د یوه ډیپلوماټ له قوله ويلي چې ټرمپ او د بریتانيې، جرمني، فرانسې، ايټاليا، جاپان او کاناډا مشران تر دې سرمشريزې مخکې د ګڼ شمېر موضوعاتو په اړه هم نظره وو خو واشنګټن د سوداګرۍ او اقليمي بدلون په اړه بېل نظر لري.

دغه ډیپلوماټ ويلي چې د اروپايي اتحاديې دولتونه غواړي امریکا ژمنه وکړي چې په ټولو موضوعاتو کې به همکاره وي خو دوی له ستونزو سره مخامخ دي چې له ماليې پرته سوداګرۍ د ګټو په اړه ټرمپ قانع کړي.

د سپينې ماڼۍ سلاکار ګاري کوهن
د سپينې ماڼۍ سلاکار ګاري کوهن

په اقتصادي چارو کې د سپينې ماڼۍ سلاکار ګاري کوهن د جمعې په ورځ خبريالانو ته وویل:

"موږ به د سوداګرۍ په اړه ډېر ژوندی بحث ولرو او په دې اړه چې پراخ او پرته له ماليو سوداګري څه مانا. "

ده وويل چې ټرمپ ښايي د ۲۰۱۵ میلادي کال د پاريس موافقې له مخې د امریکا هغه ژمنه پرځای کړي چې د زهرجنو ګازونو د اخراج کچه باید کمه شي.

ده وويل چې ولسمشر به په دې اړه اخري پرېکړه هغه وخت وکړي چې بیرته امريکا ته ستون شي خو ټينګار يې وکړ چې دی به اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقليمي بدلون يوه افواه بولي.

اروپايي ډیپلوماټان تمه لري چې د دوی مشران به پر ټرمپ د پاریس د موافقې په اړه فشار راولي چې په ټوله اروپا کې بشپړه ملاتړ لري.

وروسته له هغه چې ټرمپ سعودي عربستان، اسرائيل او فلسطين ته سفر وکړ، ده په روم کې د چهارشنبې په ورځ له پاپ فرانسس سره وکتل او د پنجشنبې په ورځ يې د اروپايي اتحادیې او ناټو له مشرانو سره په بروکسل کې وکتل.

XS
SM
MD
LG