د لاسرسي لېنکونه

ترکیې د قطر کړکېچ د ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې


د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د قطر له امير سره د چهارشنبې په ورځ خبرې کړي دي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په دوحه کې د قطر د امیر شېخ تميم بن حماد الثاني سره لیدنه کې د قطر او ځینو نورو عربي هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي کړکېچ ته د پای ټکي ايښودلو په مقصد د مذاکراتو غوښتنه وکړه.

پر قطر خبري اژانس خپره شوې يوه اعلاميه وايي،«په دې غونډه کې د خليج د کړکېچ او د دې کړکېچ د حل د وسيلو په اړه او همداراز د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو او په ټولو ساحو کې د دغو اړيکو د پراخولو په اړه خبرې وشوې.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټولې ساحې ښايي په قطر کې د ترکيې نظامي اډې ته اشاره وي.

  • ايا چاووش اوغلو د نورو عرب مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کوي؟

ټاکل شوې ده چاووش اوغلو به کويت ته هم لاړ شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو.

کويټ غواړي مخکې تر دې چې شخړه حل شي د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره د جمعې په ورځ غونډه ولري.

دا خبره د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو کړې ده.

انقره د قطر تر ټولو مهم متحد دی او روانه اوونۍ يې په اماراتو کې په خپله اډه کې د پوځيانو د ځای پر ځای کولو موافقه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د ترکيې د ولسمشر وياند ابراهيم کالین وويل، سعودي عربستان دا پوتانسيال او وړتيا لري چې د يوه پوه دولت په توګه، په سیمه کې د لوی ورور او مهم طرف په توګه دغه کړکېچ حل کړي:

"موږ غواړو ټول لوري په دې پروسه کې ښکېل کړو."

سعودي عربستان له هغو هېوادونو څخه دی چې پر قطر يې د تروريستي ډلو سره د تړاو او له ايران سره د اړيکو په خاطر سياسي او اقتصادي بنديزونه لګولي.

د سعودي عربستان دا اقدام د بحرين، متحده عرب اماراتو، مصر او نورو له خوا بدرګه شوی دی.

قطر دا تورونه په کلکه ردوي او وايي ګاونډي هېوادونه يې په بهرنۍ پالیسۍ کې لاسوهنه کوي.

د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان ډیپلوماټيکې هلې ځلې دوام لري.

ده د قطر پر وړاندې د خليج هېوادونو پرېکړه غیر انساني بللې ده او تمه ده چې دی به په راتلونکو ورځو کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم ټليفوني خبرې وکړي.

د اردوغان وياند ويلي چې د انقرې، پاريس او دوحه تر منځ درې اړخيزه غونډه هم پلان شوې ده او دا د کويت د شېخ صباح الخالد الصباح د هلو ځلو سربېره هڅې دي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون د چهارشنبې په ورځ د مراکش له پاچا محمد شپږم سره په رباط کې د ليدو پر مهال د خليج هېوادونو د لانجو په اړه خبرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر مکروون.
د فرانسې ولسمشر مکروون.

مکرون وويل دی به د متحده عرب اماراتو له يوه لوړپوړي مشر سره راتلونکې اوونۍ وويني.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترس له خلیج هېوادونو څخه دې لانجې ته د سوله يیز حل موندلو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG