د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د ډونالد ترمپ ادارې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خبرداری


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی چې که هغه هېواد نه‌غواړي په هغو موضوعاتو کې چې نړیواله ټولنه ګواښي ښکېل اوسي نو ځای به‌یې نورو ته ورکړل شي.

ښاغلي ګوترس ویلي چې دا کار به ښایي نه د امریکا په ګټه وي نه‌هم د نړیوالې ټولنې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سې شنبې په ورځ د خپلې دندې له پیله په لومړي ځل په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې او دا موضوع‌یې په ښکاره خبریالانو ته وکړه چې د ملګرو ملتونو سره د امریکا د مالي مرستې کمېدل به یو ناورین وي او د ملګرو ملتونو د ادارې لپاره به یوه نه‌هوارېدونکې ستونزه رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو شمېر نړیوالو موضوعاتو ته په کتو اندېښنه وښوده چې کېدای شي د سوریې پر سر د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ مخامخ جګړه وشي او غږ یې وکړ چې د دوی تر منځ هغه اختلافات باید ژر تر ژره هوار شي چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو له‎خوا د یوې جټ الوتکې د راغورځولو په اړه د واشنګټن او مسکو تر منځ راپورته شوي دي.

ګوترس وایي، دا ډېره مهمه ده چې دا اختلافات حل شي ځکه په هغه شرایطو کې چې څو اړخونه هم مهاله فعالیت لري نو دا ډول پېښې ډېرې خطرناکې وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې دی په فعاله توګه هڅه کوي چې د یوه اغېزمن منځګړیتوب لپاره کار وکړي، البته په یو شمېر نړیوالو مسایلو لکه د جنوبي سوډان، کانګو، سوریې، لیبیا او هم په‎ دې وروستیو کې د افغانستان او قبرس په مسایلو کې دا هڅه کوي چې باید د ستونزو لپاره حل لاره پیدا شي.

ګوترس ویلي، دا په دې معنی نه‎ده چې د ستونزو هواری اسان کار دی.

په داسې نړۍ کې چې د ده په خبره د قدرتونو تر منځ اړیکې څرګندې نه‎دي او چېرې چې معافیت او بې‌اعتباري غالبه وي.

له دې سره سره ګوترس ویلي:

"زه ډېر لېواله یم چې په دې ډول اړیکو کې په فعاله توګه ورښکېل شم."

ګوترس تکرار کړه سره له‎دې چې فکر کوي د قطر او نورو خلیج هېوادونو تر منځ د ستونزو د هواري منځګریتوب باید په سیمه‌ییزه سطح وي، لکه اوس چې د کوېټ په مشرۍ ترسره کېږي.

نوموړی وایي:

"که امریکا په دې منځګړیتوب کې ښکېلېږي نو البته چې موږ یې هرکلی کوو که هغه وکولای شي چې یو رغنده رول ولوبولی شي."

دی وایي، ملګري ملتونو د شمالي کوریا د اټمي وسلې د ستونزې په برخه کې مداخله نه‎ده کړې او دا هڅې یې د اوس لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پرېښي دي.

انتونیو ګوترس چې د کډوالو په نړیواله ورځ‌ دې کنفرانس ته خبرې کولې، پر بډایو هېوادونو غږ وکړ چې د نړۍ هغه ۸۰ فیصده کډوالو سره چې په مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي، لا ډېره مرسته وکړي او لا ډېرو کډوالو ته د منلو چانس ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي اعلان وکړ چې په پام کې لري ډېر ژر واشنګټن ته سفر وکړي او د کانګرس له غړو سره پر دې خبرې وکړي چې امریکا د ملګرو ملتونو د بودجې د تر ټولو لوی تمویلوونکي په توګه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې باور لري که امریکا د بهرنۍ پالېسۍ له ډېرو اړخونو او له ډېرو نړیوالو اړیکو وځي نو، ښکاره ده چې نور لوبغاړي به ځای نیسي.

XS
SM
MD
LG