د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

نړۍ

د جرمني په ماګدبورګ ښار کې یو کس د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو خپل موټر وربرابر کړی دی

د کرسمس بازار یوه څنډه
د کرسمس بازار یوه څنډه

یوه سړي د جمعې ناوخته د جرمني د ختيځ په ماګدبورګ ښار کې د کرسمس په یوه بازار کې خپل موټر د خلکو پر یوې ډلې وربرابر کړ.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د جرمني چارواکو ویلي موټر چلوونکی نیول شوی دی.

ځینو رسنیو ویلي، په پېښه کې یو تن مړ شوی دی.

ماګدبورګ، د برلین په لویدیځ کې، د ساکسوني-انهالټ ایالت مرکز دی او شاوخوا 240,000 وګړي په کې ژوند کوي.

د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۱۹مه په برلین کې یوه افراطي بریدګر د کرسمس په یوه مارکیټ کې پر خلکو یوه لارۍ وربرابره کړې وه چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

هغه برید کوونکی څو ورځې وروسته په ایټالیا کې په ډزو ووژل شو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر تېره میاشت وویل، د سږني کال د کرسمس بازارونو ته د خطر مشخصې نښې نه شته.

خو هغې زیاته کړه چې دا عاقلانه کار دی چې خلک محتاط وي.

تر اوسه کومې ډلې د تازه پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سویډن: له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د بنسټ تمویل بندوو

سویډن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ تمویل بندوي، خو ژمنه یې وکړه، چې د نورو ډلو له لارې به له غزې سره خپلې مرستې نږدې دوه برابره زیاتې کړي.

د سویډن حکومت پرون ویلي په ۲۰۲۵م کال کې به غزې ته ۸۰۰ ملیون سویډني کرونه چې ۷۲ ملیون ډالره کېږي، د مرستې په توګه ورکړي.

سویډن په ۲۰۲۴م کال کې له غزې سره د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ له لارې ۴۵۱ ملیون کرونه (۴۱ ملیون ډالره) مرسته کړې وه، چې نور به د دغې ادارې تمویل ودرول شي.

د اسرائیل د پارلمان وکیلانو یو قانون تصویب کړ، چې په اسرائیل او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ (UNRWA) فعالیت منع کوي او د نورو مرستندویو بنسټونو په وړاندې یې هم ورته اقدام کړی دی.

اسرائیل تور لګولی چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس ډلې په حمله کې د دې بنسټ غړو هم لاس درلود، هغه تور چې UNRWA رد کړی دی

په یونان کې د یوې کشتۍ د چپه کېدو په پېښه کې اته تنه کډوال مړه شوي دي

ډېری غیرقانوني کډوال د یونان له سمندري لارو لویدیځې اروپا ته ځي
ډېری غیرقانوني کډوال د یونان له سمندري لارو لویدیځې اروپا ته ځي

د یونان په ختیځ کې د روډس ټاپو په سواحلو کې نن( د لیندۍ ۳۰مه) د یوې ګړندۍ کشتنۍ د چپه کیدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي دي.

د ساحلي ګارډ چارواکو وویل، دا کشتۍ چې غیرقانوني کډوال یې لیږدول، هغه مهال چپه شوه چې د ساحلي ګارډ له یوې کشتۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره یې خطرناک مانورونه ترسره کول.

د چارواکو په وینا د کشتۍ اتلس تنه سپرلۍ ژغورل شوې خو ژغورونکې ډلې بیاهم په احتمالي ورکو شویو کسانو پسې د لټون عملیات کوي. تراوسه د مړو شویو او ژغورل شویو کډوالو هویت نه دی څرګند شوی خو له سوریایانو وروسته ډیری افغانان پردې غیرقانوني لارې هڅه کوي چې یونان او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

یوناني چارواکي وايي، سږکال به چې پای ته یې یوازې ځو ورځې پاتې دي، د هغو غیرقانوني کډوالو شمیرله شپیته زرو واوړي چې یونان ته ورغلي یا ور روان دي.

پر اوکراین د روسیې توغندويي حملو دوه تنه وژلي دي

پر اوکراین د روسیې بریدونو په وروستیو کې زور اخیستی دی
پر اوکراین د روسیې بریدونو په وروستیو کې زور اخیستی دی

د اوکراین پر پلازمینه کییف او جنوبي سیمې خیرسون نن (د لیندۍ ۳۰مه) د روسیې د پراخو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهې پوپکو وویل چې د روسیې د توغندویي بریدونو له امله په ټول اوکراین کې د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی او د هایپرسونیک کینژال او اسکندر KN-23 بالسټیک توغندیو په ګډون یوازې اته توغندي پرکییف ویشتل شوي و.

د اوکرایني چارواکو په وینا یوتن په کییف اوبل په خیرسون کې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د اوکراین پرښارونو او بنسټیزو تاسیساتو د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو منظم بریدونه دوام لري، اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې هم د روسیې د ګړندي پرمختګ په مخنیوي کې د بشري ځواک او وسلو له کمښت سره مخامخ دي.

امریکا د پاکستان د بالستیک توغندیو د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی

په عکس کې د پاکستان اټومي توغندی ښکاري
په عکس کې د پاکستان اټومي توغندی ښکاري

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي چې پاکستان د لرې واټن بالستیک توغندیو د پراختیا په حال کې دی چې د امریکا په شمول له جنوبي اسیا ورها خوا ممکن اهداف په نښه کړي.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن کې وویل، د پاکستان اقدامات د امریکا لپاره یو راپورته کیدونکی ګواښ دی.

د سپینې ماڼۍ دغه جګپوړي چارواکي یوه ورځ وروسته تر دې دا اندیښنې څرګندې کړې چې واشنګتن د پاکستان پر څلورو شرکتونو بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې په پاکستان کې پر څلورو شرکتونو د بندیز پریکړه د پاکستان د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا د ادامې او د هغه له امله د رامنځته شوي ګواښ په رڼا کې شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بندیزونو په تړاو په خپاره کړي بیان کې د واشنګتن پریکړه د تاسف وړ او مغرضانه بللې ده، خو تر اوسه یې د ښاغلي فاینر د څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.

 د سوریې نوی واکمن وايي له خپل هېواد افغانستان نه جوړوي

په سوریه کې د واکمنو شویو یاغیانو هیئت تحریر الشام مشر وايي، په سوریه او افغانستان کې ذهنیتونه متفاوت دي.

احمد الشرع چې مستعار نوم یې ابو محمد الجولاني دی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی نه غواړي سوریې ته د افغانستان بڼه ورکړي.

هغه چې د بشارالاسد د نظام تر ړنګېدو وروسته په سوریه کې برحاله واکمن ګڼل کېږي، ویلي، افغانستان یوه قبیلوي ټولنه ده، خو سوریه کې ذهنتیونه متفاوت دي او دوی د ښځو پر تعلیم باور لري.

پر افغانستان د واکمنو طالبانو اکثرو یې پر ټولنیزو شبکو د احمد الشرع د بریا مبارکي ویلې ده، خو د هغه پر وروستیو څرګندونو یې څه نه دي ویلي.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او دوه کاله کېږي چې نجونې او ښځې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې دي.

اسراییل په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند سیمې په نښه کړې

ارشیف: یمن
ارشیف: یمن

د اسراییل پوځ خبر ورکړ چې  په یمن کې یې مختلفې سیمې ویشتلې دي. اسراییل وایي چې دا بریدونه یې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو په ځواب کې کړې دي.

د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې سهار وختي یې هغه سیمې په یمن کې په نښه کړې چې له هغو ځایونو یاغیان پوځي عملیات کوي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ بیان وروسته تر دې خپور شو چې یمني رسنیو خبر ورکړ چې پر صنعا او بندري ښار حَدیده بریدونه شوې دي.

د دې بریدونو په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.

دا حملې وروسته تر دې وشوې چې د اسراییل پوځ وویل چې یو توغندی یې چې حوثیانو د اسراییل په لور ویشتلی و، خپل هدف ته تر رسیدو مخکې په هوا کې شنډ کړ.

د یمن حوثیانو تر اوسه پر اسراییل د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

سوریه کې تر بدلون وروسته د ازادو انتخاباتو غوښتنه

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګېر پیدرسن
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګېر پیدرسن

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو استازي په دغه هېواد کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه وکړه.
ګېر پیدرسن پرون په دمشق کې خبریالانو ته وویل، ډېرې هیلې شته چې په سوریه کې د یوه نوي پېلامې شاهدان واوسو، د داسې سوریې چې هلته نوی اساسي قانون وي او د انتقالي دورې له پای ته رسېدو سره انتخابات وشي.
ښاغلي پیدرسن په ورته وخت کې له سوریې سره د سملاسي بشري مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هیله مند دی چې پر سوریې ټول لګېدلي نړیوال بندیزونه چې د بشار الاسد د رژیم په وخت لګېدلي و، لرې شي.

ایران؛ د یو افغان په شمول شپږ تنه اعدام کړل

د بشري حقونو یوه سازمان په ایران کې د یوه افغان په شمول د شپږو تنو د اعدام خبر ورکړ.
په ناروې کې مېشت د هنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په خپلې ویبپاڼې کې دا خبر خپور کړی دی چې دا کسان د چهارشنبې په ورځ د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوې دي.
د دې راپور له مخې اعدام شوی افغان عبدالباري پکوهي نومېږي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې په ایران کې لږ تر لږه اوولس افغانان اعدام شوي دي.
په ایران کې اکثر افغانان د مخدر موادو په تور اعدام محکومېږي او د بشري حقونو د ډلو په وینا اکثر وخت دا تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

اروپايي ټولنې پر روسیې د بندیزونو ۱۵مه کڅوړه تصویب کړه

پر مسکو د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه پر اوکراین د روسیې د تیري په تړاو تصویب شوي دي .

په هغه راپور کې چې اروپا کمیسیون د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۷) په خپله ویب پاڼه کې خپور کړ، ویل شوي چې په نویو بندیزونو کې له پنځوسو څخه زیات کارګو کښتۍ او د تیلو ټانکرونه او شاوخوا نهه کسان یا شرکتونه شامل دي.

پر روسیې د اروپايي ټولنې په دې نویو بندیزونو کې یو شمېر ایراني شرکتونه او په هند، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او چین کې ثبت شوي څو شرکتونه او همدارنګه د شمالي کوریا دوه چارواکي هم په نښه شوي دي.

د بندیزونو نوې کڅوړه شپږ چینایي وګړي او له هغو څلور چینایي شرکتونو نه چې د روسیې پوځ ته د ډرون پرزو په قاچاق کې ښکیل دي یو چینایي شرکت هم په نښه شوي دي.

روسیې تر اوسه د دغو نویو بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG