د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


 ګڼ افغانان وايي د کابل- کندهار پر لویه لار د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت هغه ستونزې او سرغړونې دي، چې له کلونو وروسته هم حل شوې نه دي. 

تېره چهارشنبه په غزني کې پر دغه لار له ټانکر او لارۍ موټرو سره د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر په پېښه کې تر ۵۰ زیات کسان مړه شول او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شول.

دواړه پېښې د چهارشنبې ماښام مهال له یو بل څخه نږدې ۱۵ کیلومتره واټن کې، یوه د غزني د مرکز په شهباز او بله د اندړو ولسوالۍ په ناني ساحه کې شوې ده.

په کابل کې ایمرجنسۍ روغتون ویلي د دې پېښې ۲۱ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شي، چې ورپسې څو نور ټپیان هم په خراب حالت کې ور رسول شوي او جدي ټپیان په عاجله څانګه کې تداوي کېږي.

محمد نبي افغان چې د کابل- کندهار پر لویه لار د ځمکني ټرانسپورټ شورا مرستیال و، ازادي راډیو ته وویل"د موټر چلوونکو ناسم موټر چلول، دویم، د شرکتونو نه مدیریت، درېیم یې د سړکونو نه جوړېدو په اړه د فواید عامې وزارت تګلارې دي، دا هرڅه د دې سبب شوي، چې دغسې پېښې وشي.»

ځینو کسانو شکایت کړی، چې د بس موټرو ځینې چلوونکي له نشه يي موادو هم کار اخلي، چې دې کار هم د ټرافیکي پېښو په زیاتوالي کې عمده رول لوبولی دی.

بلخوا د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر عبدالودود خیرخواه پرون ویلي، چې د زیاتو پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي ده. نوموړي زیاته کړه"کله چې چلوونکي له مرکزي سړکونو، یعنې هغو مسیرونو چې د ټرافیکو پولیس تر څار لاندې دي یا هم کله چې د کابل له خروجي دروازو ووځي، تر هغو چې د یوه ولایت دخولي دروازې ته رسېږي، ټرافیکي قواعدو او مقرراتو ته هېڅ ډول پام نه کوي. له قانون سرغړونه کوي چې دا کار د ټرافیکي پېښو سبب کېږي."

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پرون د وروستیو ټرافیکي پېښو په تړاو د دوو ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د ځنډولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د تازه پېښو په غبرګون کې له چلوونکو د پوره احتیاط غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه ویډیويي پیغام کې د دغه وزارت د مشرتابه په حواله وویل"له ټولو ټرانسپورټي شرکتونو او چلوونکو غواړي چې د تګ راتګ پر وخت له پوره احتیاطه کار واخلي، چې راتلونکي کې د دغسې غموونکو پېښو بشپړ مخنیوی وشي."

د قانع په وینا " د سرغړونې په صورت کې به د دغسې پېښو د رامنځته کېدو هر ډول مسوولیت د ټرانسپورټي شرکتونو او اړوندو چلوونکو پر غاړه وي."

د کابل- کندهار پر لویه لار وخت ناوخت دغسې ټرافیکي پېښې کېږي او دا پېښې په وروستیو کې هم کمې شوې نه دي.

دا هغه لویه لار ده چې د کتونکو په وینا، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د هغې اکثریت لوی پلونه او پلچکونه په بمونو والوزول او وخت ناوخت یې لار بندوله او ځینې کسان یې د دولت د همکارۍ په تور له موټرو کښته کول.

ځینې شنونکي وايي که څه هم دغه لار اوس د طالبانو د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي، خو د دوی په وینا د رغونې معیارونه په پام کې نه نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG