د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه نن پنجشنبه اعلانېږي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت، یوناما وړاندیز وکړ چې نړیوال باید د افغانستان انتخاباتو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پرون په نیویارک کې وویل:

"لومړی باید په کورنۍ کچه د انتخاباتو راتلونکي دور ته تیاریاني زیاتې شي، هم پارلماني انتخاباتو ته او هم د ولسمشرۍ انتخاباتو ته."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

یاماموتو زیاته کړه چې د افغانستان د انتخاباتو په برخه کې په کار دي چې د ټکنالوژۍ غم وخوړل شي او په نوره نړۍ کې چې څرنګه انتخابات کېږي د هغوی له تجربو استفاده وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بیا وویل چې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ باید ژر تر ژره پیل شي.

یاماموتو بیا د انتخاباتو ستونزو ته اشاره وکړه:

"د انتخاباتو وخت باید معلوم شي او ما چې د افغانستان له سیاسي مشرانو سره خبرې وکړې، په ځانګړي ډول له کابله بهر، نو دا ښکاره ده چې د شفافیت مسئله مهمه ده او دې مسئلې سیاسي بې‌باوري رامنځته کړې ده."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د پارلماني انتخاباتو نېټه نه‎ده اعلان کړې خو یاماموتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې سبا د پنجشنبې په ورځ به دا نېټه اعلان شي.

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه:

"موږ خبر شوي یو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د پارلماني انتخاباتو اعلان سبا پنجشنبه وکړي."

ویل کېږي چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته ۲۲۰ میلیونه ډالر بودجه په‎کار ده.

له اساسي قانون سره سم ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د ۱۳۹۴ کال د تلې په میاشت کې ترسره شوي وی، خو تر اوسه ځنډېدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG