د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د ولسي جرګې اداري هیئت ټاکنو کې دوهم مرستیال او نایب منشي وټاکل شول


د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د اووم تقنیني کال د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي معاونیت لپاره همایون همایون، ظاهر قدیر، میرویس یاسني او د دوهم معاونیت لپاره نذیر احمدزي او نعمت‌الله غفاري ځانونه کاندید کړي وو.

یوازې نذیر احمدزی د ۱۳۳ رأیو په ترلاسه کولو وتوانېد چې د دوهمې مرستیالۍ مقام ترلاسه کړي.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

د لومړي منشي څوکۍ لپاره عبدالرؤف انعامي او صالح محمد سلجوقي ځانونه کاندید کړي وو چې یو هم دغه مقام ترلاسه نه‌شو کړی.

همدارنګه د ولسي جرګې د نایب منشي لپاره عرفان‌الله عرفان ځان کاندید کړی و چې له کومې سیالۍ پرته‌یې دغه څوکۍ خپله کړه.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابرهیمي داسې اعلان کړې:

"د اداري پلاوي لپاره د رأی‌ګېرۍ په پایله کې موږ د خدای په فضل وتوانېدو چې د ولسي جرګې د دوهم معاونیت لپاره نذیر احمدزی او همدارنګه د جرګې نایب منشي لپاره عرفان‌الله عرفان ستاسې په رأیو وټاکو."

ټاکل شوې چې سبا به د ولسي جرګې د لومړي معاونیت او منشي لپاره بیا انتخابات ترسره شي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټاکنو کې د رأیو د کارونې مجموعي رأیې ۲۱۸ وې چې هر کاندید باید ۱۱۰ د تائید رأیې ترلاسه کړې وی چې په هغې سره پنځوس جمع یو تکمیلېده.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې هم د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړې چې د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار استاد طیب عطا د ۳۳ رأیو په ګټلو سره د جلسي د منشي په توګه اعلان کړ.

فضل الهادي مسلمیار.
فضل الهادي مسلمیار.

ده وویل:

"درنو سناتورانو د استاد طیب عطا ۳۳ رأیې ، ۱۱ رأیې د نجیبې حسیني، ۹ د ډاکټر رسول او څلور رأیې باطلې او ۷ رأیې سپینې دي چې جمله ۶۴ رأیې کېږي ستاسې د پرېکړې په اساس باندې استاد طیب عطا د جرګې د منشي په توګه وټاکل شو."

د افغانستان مشرانو جرګې تېره ورځ هم د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړې وې چې په ترڅ کې یې په دغو ټاکنو کې محمد علم ایزدیار د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال او اصف صدیقي د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوي.

همدارنګه فیصل سمیع د مشرانو جرګې د منشي د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

په عین حال کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د افغانستان د ملي شورا د اداري پلاوي په اوسنیو ټاکنو کې تر ډېره هغه کسان انتخاب شوي چې په تېر تقنیني کال کې هم د اداري پلاوي په تشکیلاتو کې وو.

افغان کارپوه محمد بصیر حقیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ملي شورا په اداري پلاوي کې نوي ټاکل شوي کسان باید د حاضرۍ تر څنګ د کمېسیونونو د کارونو لپاره هم منظمه اجنډا ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی باید په ډېر منظم ډول په مجلس کې حاضر واوسي او د حاضرۍ ترڅنګ د کمېسیونونو د کارونو په اړه هم منظمه اجنډا او پلانونه ولري، تر څو کمېسیونونه فعال پاتې شي."

نوموړي وویل چې د اداري پلاوي مسؤلیتونه د ولس په وړاندې څو چنده اضافه کېږي او باید خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د ملي شورا د ۱۶ دورې اووم تقنیني کال تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG