د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

فیفا: د انتخاباتو کمېسیون خپلو لومړنیو ۱۰۰ کاري ورځو کې پاتې راغلی


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه یا فیفا وايي، د دوی موندنې ښيي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د لېستونو په تیارولو، د رأی ورکولو د مرکزونو په برابرولو، د انتخاباتو د روڼتیا د تأمینولو او د یاد کمېسیون د خپلواکۍ د خوندیتوب برخه کې خپلې ژمنې نه‎دي عملي کړي.

د دغې مؤسسې اجرائیه رئيس محمد یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لومړیو سلو ورځو کړنو په اړه د خپلو موندنو د نتایجو د اعلانولو پر مهال، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تورن کړ چې د انتخاباتو د قانون له ۲۰مې، ۲۲مې او ۳۵مې مادې څخه‌یې سرغړونه کړې ده.

ښاغلي رشید وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو لپاره لازم پروګرام نه‎لري او ډاډمن نه‌یو چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات دې په روان کال کې وشي.

د فیفا اجرائیه رئيس محمد یوسف رشید
د فیفا اجرائیه رئيس محمد یوسف رشید

نوموړی وايي:

"د یو تدوین شوي پروګرام نه‌شتون، یو له هغو اساسي ستونزو څخه ده چې انتخاباتو کې ورسره مخ یو. نه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ځانګړی پروګرام لري او نه د انتخاباتو لپاره. دا د دې لامل شوی چې خبرې مو یو څه وې او په عمل نور څه ترسره شي. دغه کارونه چې اوس کېږي روان کال کې د انتخاباتو اجنډا لیرې کوي، له همدې امله ډاډمن نه‌یو چې سږ کال په رښتیا سره انتخابات ترسره کېږي."

د انتخاباتو د څار دغه مؤسسه دا هم وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي په خپلو کارونو کې خپلواک عمل نه‎شي کولای او د حکومت د مشرانو په لارښوونه کار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د مؤسسې مسؤلین دا انتقاد هم کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو درېیو میاشتو کې د انتخاباتو په اړه له څارونکو انتخاباتي بنسټونو سره مشوره نه‎ده کړې او اطلاعات‌یې هم په سمه توګه له خلکو سره نه‎دي شریک کړي.

افغان حکومت څو میاشتې مخکې د انتخاباتي نظام د اصلاح او د رڼو انتخاباتو د کېدو په مقصد د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کسان وټاکل.

افغان حکومت ډېر ځله له دغه کمېسیون سره پر ملاتړ ټینګار کړی او جمهور رئيس څو موده مخکې د دغو کمېسیونونو په چارو کې د حکومت او نورو ارګانونو مداخله غیر مجازه ګڼلې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دغه ارګان سره د حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو پر مرستو ټینګار کوي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلا جان بدیع صیاد د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د مؤسسې انتقادونه بې‌ځایه ګڼي وايي چې دوی خپل کارونه له قانون سره سم، ترسره کړي دي.

د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد
د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد

نوموړی وايي:

"یوازې د پلان سره سم نه بلکې د قانون مطابق مو هم خپل کارونه ترسره کړي او د افغانستان له اسلامي دولت سره مو شریک کړي دي. یوازې دا د کمېسیون دنده نه‎ده چې وروستی تصمیم ونیسي، دلته د امنیت او د انتخاباتو د لګښتونو مسئله هم شته چې باید په پام کې ونیول شي او دا کارونه وخت غواړي څو دا فعالیت په ټاکلي وخت پای ته ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي وايي، حکومت د انتخاباتو لپاره ژمن دی او د انتخاباتي کمېسیونونو د ستونزو هوارولو او دوی ته د نوي ټکنالوژۍ د برابرولو هڅې جاري دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG