د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۶

حضوري چمن؛ د کابل زړه کې له لسیزو سپیره ورزشي میدان چې اوس پکې کراچي وانان دیره شوي


د کابل د حضوري چمن یو پخوانی انځور
د کابل د حضوري چمن یو پخوانی انځور

په کابل کې د حضوري چمن چې له اوږدو کلونو راهیسې د ځوانانو او ځلمکیو لپاره د فوټبال او په را وروسته کې د کرکټ د تمرینونو او سیالیو ځای و، اوس د واټونو د سر پلورونکو او استفاده شویو توکو پلورونکو په بازار بدل شوی دی. د واټونو د سر یو شمیر پلورونکي وايي، له کومه وخته چې د دوی کراچۍ حضوري چمن ته لیږدول شوي، پلور یې کم شوی او دوی له ډیرو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو شمیر وزرشکارانو او هم عامو خلکو د کابل ښاروالۍ په دې اقدام نیوکه کړې او ټینګار کوي چې حضوري چمن یو تاریخي او تفریحي ځای دی او باید په خپل اصلي حالت سره وساتل شي. خو کابل ښاروالۍ وايي چې دا  پرېکړه موقتي ده.

په کابل کې د واټونو د سر یو شمېر پلورونکي چې کراچۍ یې حضوري چمن ته لیږدول شوي، شکایت کوي، له هغه مهاله چې دې ځای ته لږېدول شوي، پلور یې کم شوی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې یو تن ازادي راډیو ته وویل:

ما په لومړۍ ناحیه کې د واټونو پر سر شیان پلورل، څو ورځې مخکې یې زه چمن ته انتقال کړم، مخکې پلور ښه و، خو دلته زموږ پلور کم شوی
حضوري چمن کې یو هټۍ وال

دی زیاتوي: «مخکې کور ته نږدې وم او زما د غرمې خواړه یې له کوره راوړل، هلته ډېر ښه وو حد اقل کار مو کېده.»

د واټونو د سر یو بل پلورونکي هم د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ورته شکایت مطرح کړ:

«مخکې زموږ کار ډېر ښه و، د عمومي سړک پر سر وو، خو دلته له بازاره لرې یو، ډېر کم خلک که پېر ته راشي، تر څو چې خلک دلته بلدېږي، زموږ ستونزې ډېرې دي، نن مې هیڅ هم نه دی خرڅ کړي.»

په ورته وخت کې، یو شمیر ورزشکاران چې پخوا یې په دې چمن کې تمرین کاوه د طالبانو د حکومت په دې اقدام نیوکې کوي.

له دې ډلې عصمت قادري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

موږ د تېر حکومت پر مهال خپل تمرینونه حضوري چمن کې کول او حضوري چمن د خلکو د ورزش او تفریح لپاره ښه ځای دی که دوی حضوري چمن کراچیو او د توکو پلورنکو ته ورکړي، دا یوه لویه ضایع ده
عصمت قادري یو تن افغان ورزشکار

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ وایي دا یو موقتي اقدام دی.

د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي د جمعې په ورځ د «جدي په ۵مه» د یو ویدیویي پیغام په استولو ازادي راډیو ته وویل:

«د واټونو په سر پلور او پیر کابل کې دایمي کار نه دی بلکې یوه موقته دنده ده، له همدې امله فعلا دوی د ښار د نظم ښه کېدو لپاره دې سیمه کې دي، کله چې یې وروستی پلان تطبیق شي، دوی به بل ځای ته انتقال شي او اوس د نظم د ښه کېدو لپاره دلته دي.»

خو ښاغلي بارکزي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې دا پلورونکي به څومره وخت دلته وي، د کابل ښاروالۍ د حضوري چمن د بیارغونې لپاره څه پلانونه لري، او د دوی لپاره بل کوم ځای په پام کې نیول شوی دی؟

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې، ځینو خلکو حضوري چمن د استفاده شویو او دوهم لاس توکو په بازار بدل کړی و خو د خلکو له سختو نیوکو وروسته، دوی ته هلته د کار و بار اجازه ور نه ورکړل شوه.

هغه مهال د طالبانو د کلتوري کمیسیون غړي احمدالله وثیق د دې اندیښنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د کابل د حضوري چمن په ګډون د تاریخي ځایونو او تفریحي سیمو ساتنې ساتنې ته جدي پام کوي.

حضوري چمن چې د کابل له مهمو او مرکزي سیمو ده، په کابل کې د ترټولو لوبیز ځای په توګه یادېږي چې شاوخوا ۱۰۰ جریبه مساحت لري، حضوري چمن له څو لسیزو راهیسې د پوځي پریډونو، تفریحي پروګرامونو، روزنیزو غونډو او مختلفو سپورتي سیالیو د ترسره کولو لپاره کارول کیده.

یو شمیر کابل میشتې وايي حضوري چمن سره یې ښې خاطرې تړلې دي او غواړي چې دا چمن بیرته خپل پخواني حالت ته راوګرځول شي.

د دوی له ډلې محمد طاهر ازادي راډیو ته وویل:

«حضوري چمن د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یو ورزشي پارک و چې کله به راتلل او جشنونو کې به یې برخه اخیسته همدې سیمې ته به راتلل، موږ له دې چمنه ډېرې ښې خاطرې لرو، تاریخي سیمې باید د پخوا په شان وساتل شي.»

د کابل حضوري چمن په تیرو دوو لسیزو کې په کنډواله بدل شوی و او ان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولیدو په ځای بدل شوی و.

دا سیمه په ۱۳۸۹ کال کې د خصوصي سکتور لخوا ملي اولمپیک کمیټې سره د یوې موافقې پر بنسټ یو ځل ورغول شوه او په ۱۳۹۰ کال کې ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه.

چارواکو هغه مهال ویلي و چې دې ټولې سیمې کې د چمن په جوړولړ به د فوټبال ۱۰ میدانونه او د هاکي یو میدان جوړ شي او شاوخوا به یې د ملي اولمپیک کمیټې د معیارونو سره سم د کارولو لپاره کټاره جوړوې شي.

خو په تدریجي ډول، دا چمن د خلکو او حکومتي چارواکو د بې پروایۍ له امله بیا شاړ او په کنډواله بدل شو.

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ځینې کلتوري او سپورتي ځایونه په سوداګریزو ځایونو بدل کړي دي.

تر ټولو تازه مورد کې د طالبانو حکومت د اریانا لرغونې سینما چې په کابل کې یو تاریخي ځای ګڼل کیده، ړنګ کړه او اعلان یې وکړ چې په ځای به یې یو سوداګریز مرکز جوړ شي.

XS
SM
MD
LG