د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

پخواني چارواکي: حکومت دې د انتخاباتو ترسره کېدو ته جدي اقدامات وکړي


که له یوې خوا په افغانستان کې د انتخاباتي نظام د بشپړې اصلاح خبره کېږي له بله پلوه د راتلونکو انتخاباتو د ژر ترسره کېدو په اړه هم غوښتنې مطرح کېږي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ورځې د لمانځلو په غونډه کې هم دې موضوع ته اشاره وکړه.

ښاغلي قانوني څرګنده کړه چې افغان حکومت باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه ژر اعلان کړي.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني

نوموړی وايي:

"انتخابات باید ژر ترسره او د افغانستان خلکو ته د باور وړ وي، د ملي شورا انتخابات هم ډېر مهم دي خو په ځانګړې توګه د جمهوري ریاست شفاف انتخابات ارزښت لري او د دې انتخاباتو شفاف ترسره کېدل یوه جدي اړتیا ده."

له ښاغلي قانوني مخکې یو شمېر نورو سیاسي څېرو او ګوندونو هم ورته غوښتنې مطرح کړې او ویلي یې دي چې حکومت دې انتخاباتي سیسټم په بشپړه توګه اصلاح او د انتخاباتو نېټه دې ژر اعلان کړي.

د افغانستان نوې ملي جبهه چې د افغان حکومت له مخالفو سیاسي ډلو څخه بلل کېږي هم وایي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره هغه شان چې لازمه ده اقدامات نه‎دي شوي.

د دې جبهې مشر انوارالحق احدي هم په دې غونډه کې وویل چې حکومت باید د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره چټک اقدامات وکړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي
د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي

احدي: حکومت د انتخاباتي اصلاح لپاره هېڅ پروګرام نه‌لري

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"زموږ تر ټولو لویه ستونزه اوس مهال د انتخاباتو شفافیت دی، زما په باور حکومت د شفاف انتخاباتو لپاره هېڅ حرکت نه‎دی کړی. له نهو نه اوو ته د کمېشنرانو د شمېر کمول زما له نظره کوم ریفورم نه‎دی او دا د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل دي. له بده مرغه د دې عواقب زموږ د خلکو لپاره ډېر خراب دی."

سیاسي څېرې او ګوندونه وېره لري چې د تېرو انتخاباتو ستونزې یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار نه‎شي او خلک په انتخاباتو خپل باور له لاسه ورنه‎کړي.

خو افغان حکومت وایي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د پام وړ کارونه شوي او په دې برخه کې هلې ځلې دوام لري او د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د نویو کمېشنرانو ټاکل په دې برخه کې له مهمو اقداماتونه بلل کېږي.

په عین حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې وویل چې افغان حکومت د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره ژمن دی او په دې برخه کې کار روان دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل او انتخاباتي اصلاحات چې د شفافو انتخاباتو سبب وګرځي مهم دي. انتخاباتي اصلاحات یوه لویه دوسیه وه چې یوه برخه‌یې تطبیق شوې او ډېر څه په مخکې لرو. نن د سلامت ضامن څه بلل کېږي؟ د خلکو په لاس د برخلیک ټاکل د شفافو، سراسري او عادلانه انتخاباتو له لارې."

بل‌خوا د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وایی چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه د دوی تمه دا ده چې خپل عملیاتي پلان او د انتخاباتو د ترسره کېدو تقویم په حمل میاشت کې حکومت ته وسپاري.

په افغانستان کې انتخاباتي اصلاحات او په شفاف ډول د راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدل د عامو خلکو جدي غوښتنه هم ده او نړیوالو هم ټینګار کړی چې د ملي وحدت حکومت باید انتخاباتي سیسټم اصلاح او راتلونکي انتخابات په عادلانه توګه ترسره کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG