د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د بودجې په اړه حکومت ته وخت ورکړ


د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره که څه هم سږ کال اټکل شوی خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي که د روانې میاشتې تر پایه د انتخاباتو بودجه ورنه‎کړل شي په روان کال کې انتخابات نه‌ترسره کېږي.

د یاد کمېسیون غړي او ویاند عدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوه میاشتې مخکې یې حکومت ته د بودجې، ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې او انتخاباتي حوزو په اړه طرحې سپارلي خو تر اوسه وروستۍ شوې نه‎دي.

د انتخاباتو د کمېسیون غړی او ویاند عدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د کمېسیون غړی او ویاند عدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"که د دغې میاشتې تر اخره زموږ د بودجې او لګښتونو ستونزه حل نه‎شي زه فکر نه‌کوم چې په روان کال کې دې موږ انتخابات ترسره کړو ځکه چې ټاکنې مقدماتي پړاوونو ته ضرورت لري او لږ تر لږه ۱۸۰ ورځې مخکې باید موږ د انتخاباتو ورځ اعلان کړو."

ښاغلی صیاد وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم تر اوسه د ټاکنو اټکلي وخت نه‎شي بیانولای خو دغه کمېسیون ډېر عملیاتي کارونه بشپړ کړي دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات باید د ۱۳۹۴ کال د میزان په میاشت کې ترسره شوي وی.

له دې وړاندې افغان دولت په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو ژمنه او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا تېر کال د کب په میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې ټاکلو اراده کړې وه خو د ډېرو ستونزو له کبله لا هم دا نېټه نه‎ده ټاکل شوې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره په اټکلي ډول ۲۲۰ میلیونه ډالره بودجه په کار ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل حکومت له مرسته کوونکو سره په اړیکه کې دی څو انتخاباتو ته هر اړخیز کار شوی وي.

نوموړی وايي:

"د ډونرانو سره په مسلسله توګه لس غونډې شوي او دې ټولو مجلسونو هدف دا دی، هغه څه چې د انتخاباتو لپاره د حکومت مسؤلیت کېږي ترسره کړي."

مینه‎پال: حکومت له مرسته کوونکو سره په اړیکه کې دی.
مینه‎پال: حکومت له مرسته کوونکو سره په اړیکه کې دی.

د انتخاباتو کمېسیون وايي چې د انتخاباتي حوزو د ارزیابۍ او د کارکوونکو استخدام لپاره‌یې تازه د حکومت څخه څه د پاسه یو میلیون ډالره بودجه ترلاسه کړې خو وايي چې د اصلي بودجې اړتیا هم باید پوره شي.

له دې ټولو سره یو شمېر انتخاباتي بنسټونه انتقاد کوي چې حکومت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازمه وړتیا او اراده نه‎لري چې له کبله‌يې انتخابات ځنډني شول.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا ورته انتقادونه ردوي وايي چې حکومت په ټوله معنی د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅې کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG