د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

احمدزی: له نوې ټکنالوژۍ د ګټې اخېستنې کمېټې راپور به ولسمشر سره شریک شي


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته چمتوالی د بشپړېدو په حال کې ده او له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخېستنې اړوند ټیم خپل کاري راپور له سمون وروسته دوی ته سپارلی.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دغې ټکنالوژۍ په مټ به راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره شي.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"وروستی راپور یې موږ ته پرون سپارلی، دغه راپور به موږ، له ټولو ډونرانو او ولسمشر سره شریک کړو، موږ غواړو چې راتلونکي انتخابات که د ولسي جرګې وي، که د ولسوالیو شوراګانو او یا هم که د جمهوري ریاست وي موږ به‌یې په یوه ماډرن او نوې ټکنالوژۍ سره ترسره کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي په انتخاباتو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې له معلومېدو وروسته به هڅه وشي، څو د روانې میلادي میاشتې تر پایه د اننتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړي.

له دې وړاندې ملي شورا څو ځلې له حکومته غوښتي و چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره دې نېټه ژر اعلان کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو دا هم ویلي چې حکومت په پام کې لري څو د ولسي جرګې، ولسمشرۍ او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات په یوځای ترسره کړي.

خو اجرائیه ریاست دا څرګندونې رد کړې او ټینګار يې وکړ، حکومت اراده نه‌لري چې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات یوځای ترسره کړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي و، حکومت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره په ګډه کار کوي، څو په روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات وکړي.

که څه هم د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه له دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي ټکنالوژي کم، بلکې د انتخاباتو د کمېسیون پرېکړې د انتخاباتو پر شفافیت زیات تأثیر اچوي.

د افغانستان ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو زیاته ننګونه د زورواکو مداخله ده.

یوسف رشید.
یوسف رشید.

نوموړي زیاته کړه:

"ټکنالوژي کولای شي په هغو مواردو کې د درغلیو او یا د رأیو په شمېرو کې بدلون راوستلو یا پروسس کولو برخه کې تأثیر وکړي، اما په ټوله کې په انتخاباتو کې په دې شرط تأثیر نه‌کوي، د انتخاباتو شفافیت د کمېسیون له پرېکړو سره اړیکه لري، که پرېکړې انتخاباتو ته د لاسرسي وړ وي، د قوانینو مطابق وي او مدني ټولنې او مطبوعات ورباندې خبر وي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه یا فیفا وايي، د دوی موندنې ښيي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د لېستونو په تیارولو، د رأی ورکولو د مرکزونو په برابرولو، د انتخاباتو د روڼتیا د تأمینولو او د یاد کمېسیون د خپلواکۍ د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه‎‌دي عملي کړي.

بل‌خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په کمېسیون کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د یو شمېر ولایتونو او په مرکزي دفتر کې ځیني ریاستونه او نورې ادارې د ازادې سیالۍ لپاره اعلان شي او همدارنګه به د رأی ورکولو د مرکزونو له سره څېړنه هم پیل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG