د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

صیاد: د انتخاباتو تمویل د ډونرانو لخوا یوازې د ژمنې تر کچې پاتې شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو د لښګتونو د نه درلودلو له امله اندېښنه لري او وايي چې تر دې دمه د دغه مصارفو لپاره هېڅ بهرني مرسته کونکي هېوادونه نه دي حاضر شوي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د غیر قانوني کار په اړه د خلکو غبرګونونه ورځ تر بلي ډېرېږي خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کلکه اراده لري، خو د بودجې نشتون هغه څه دي چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نړیوالې ټولنې تر دې دمه د انتخاباتو د لګښتونو د ورکولو لپاره اقدام نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه نړیوالو مرسته کوونکو تر دې دمه یوازې ژمنې راکړي او عملي ګامونه یې نه دي اخیستې دوی تر اوسه له موږ سره ونه درېدل چې کمېسیون وکړاي شي د خپل کار په اړه پرېکړه وکړي."

نوموړي همدا شان وویل چې د انتخاباتي حوزو طرحه له دوو میاشتو څخه د وزیرانو شورا د تصویب لپاره منتظره ده.

د دغه کمېسیون په خبره امنیتي ستونزې هم د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې لویه ننګونه ده.

د کمېسیون مسؤلین وایي چې د نوې ټکنالوژۍ د کمېټې له څېړنو وروسته چې د سې شنبې د ورځې تر پایه پای ته رسېږي د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه به هم معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنو یو شمېر غړیو او کابل ښاریانو د دوشنبي په ورځ د ولسي جرګې د ودانۍ مخې ته د یوې مظاهرې په ترڅ کې، د ولسي جرګي کار غیر قانوني یاد کړ.

تر دې واړاندې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د ملي شورا لپاره د تقنیني دورې امتیاز له شرمه ډک بللی وو او له حکومته يې غوښتي وو چې امتیازي دورې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د اساسي قانون پر اساس د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلي کې، تر سره شوي واي خو تر دې دمه دا کار نه دی تر سره شوی.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان حقوق پوهان وایي، حکومت د ډيموکراسۍ د تقويې او نظام لپاره راتلونکو انتخاباتو ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې ډلې يې کبیر رنجبر وایي، که څه هم د ولسي جرګې د دورې د کارمودې غځول پر ځای وباله خو تر حد ډېر دوام يې نظام تر سوال لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسي جرګې کار ي موده وغځول شوه ښه کار و شو، په دي خاطر چې د دولت لوي دری ګونې قوه له منځه تللو او په یوه استبدادي نظام بدلیدو او وزیرانو هم خپل مشروعیت له لاسه ورکولو."

ښاغلی رنجبر ټینګار کوي چې یوازینۍ د حل لاره د انتخاباتو تر سوه کول دي.

نوموړی وایي چې حکومت باید د موجوده ننګونو د له منځه وړلو په خاطر د انتخاباتو د تر سره کولو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG