د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون کې لاس‌وهونکو ته د ټیفا خبرداری


ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې د سیاسي لاسوهنو نه سخت اندېښمن دی.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د دوی شواهد دا په ډاګه کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې سیاسي ګوندونه او د دولت یو شمېر غړي لاسوهنه کوي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که دا کسان د انتخاباتو د کمېسیونونو په چارو کې له مداخلې لاس وانه‎خلي دوی به‌يې نومونه د رسنیو له لارې په ډاګه کړي.

د ټیفا د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده
د ټیفا د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده

نوموړی وايي:

"د کمېسیونونو په چارو کې باید د دولت او سیاسي ګوندونو له ادرسه لاسوهنه ونه‎شي او که دا لاسوهنې ادامه پیدا کړي نو موږ به هغه خلک رسوا کړو چې په‎ دې ملي پروسه کې لاسوهنه او د افغانستان له راتلونکې سره لوبې کوي."

هغه وویل، د راتلونکي کال انتخاباتو په وړاندې ډېر خنډونه ليدل کېږي او که دغه انتخابات ترسره کېږي نو شفافیت به ونه‎لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي و، تر هغې چې انتخاباتي نظام کې بنسټیز اصلاحات رامنځته نه‌شي او د دغه بهیر پر وړاندې پرتې تخنیکي او مالي ستونزې لیرې نه‎شي د راتلونکو انتخاباتو شفافیت نه‌تضمینېږي.

د ټیفا مسؤل د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل، د رأی ورکوونکو د مرکزونو ټاکل، په وخت سره د انتخاباتو د لېست مشخص کول او د رأی ورکونې د کارتونو د برخلیک معلومول هغه ستونزې او ننګونې یادې کړې چې په نه‌ترسره کېدو يې د انتخاباتو شفافیت له پوښتنې سره مخامخ کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر نجیب‌الله احمدزی وايي، هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دي او هڅه کوي داسې انتخابات ترسره شي چې ټولو خلکو ته د قناعت وړ وي.

ښاغلی احمدزی وايي:

"موږ متعهد یو، عزم او اراده لرو چې شفاف انتخابات ولرو او د افغانستان ولس ته د منلو وړ وي، ولې یو غږ له دې ستېجه کوم، د افغانستان په سیاسیونو باندې د افغانستان په هغو خلکو باندې چې یا په دولت کې دي او یا له دولته بهر دي چې د کمېسیون په کارونو کې کار ونه‌لري ځکه د کمېسیون خپلواکي ته باید زیان ونه‌رسېږي."

افغان ولس مشر محمد اشرف غني هم تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواکو کمېسیونونو کې لاسوهنه ستر جرم ګڼلی او ویلي یې دي که هر چا د انتخاباتو په کمېسیونونو کې مداخله وکړه لویې څارنوالی ته به‌يې وروپېژني.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG