د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۲

د پاکستان کرکټ لوبډله په لومړي ځل د "ICC" اتلانو جام پاېلوبې ته ووت


د پاکستان کرکټ ټیم انګلستان کرکټ ټیم ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د اتلانو جام یا چیمپینز ټرافۍ پاېلوبې ته ووت.

د پاکستان کرکټ ټیم تردې مخکې ۳ ځله دغه سیالیو کې لوبه کړې خو پاېلوبې ته نه و رسېدلی.

د پاکستان او انګلستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د اتلانو د جام دغه لومړۍ نیمه پاېلوبه د چهارشنبې په ورځ د انګلستان په ګارډیف کې وشوه چې د پاکستان کرکټ ټیم کپتان د پچې تر ګټلو وروسته لومړی انګلستان ته د لوبې بلنه ورکړه.

د انګلستان کرکټ ټیم د اتلانو جام په روانو سیالیو کې تردې دمه ۴ لوبې کړې وې چې۳ یې ګټلې وې او په نیمه پاېلوبه کې یې د پاکستان د بالرانو د ښې توپ اچوونې مقابله ونه کړای شوه او د خپلو تېرو لوبو په پرتله یې ډېرې کمې منډې جوړې کړې.

د پاکستان د کرکټ لوبډله
د پاکستان د کرکټ لوبډله

که څه انګلستان ټیم لوبې پیلوونکیو لوبه په ښه توګه پیل کړه، خو منځنیو اورونو کې یې په پرله‎پسې توګه ویکټې له لاسه ورکړې چې په نتیجه کې یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۱۲ منډو هدف ورکړ.

د انګلستان له‎خوا جوي روټ تر ټولو ډېرې ۴۶ منډې جوړې کړې. سربېره پردې بېرسټو ۴۳ او کپتان مورګن د ۵۳ توپونو په لوبولو یوازې ۳۳ منډې جوړې کړې.

د انګلستان د لوبې په ځواب کې د پاکستان د کرکټ ټیم پیلوونکیو لوبغاړو ښه لوبه پیل کړه او اظهرعلي او فخر زمان د لومړۍ ویکټې په شراکت کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او یاد ټیم دغو دواړو لوبغاړو د لوبې پر مټ د انګلستان له‎خوا ټاکلی هدف په ۳۸م اور کې پوره کړ.

د پاکستان لومړی سوځېدونکی لوبغاړی فخر زمان و چې په ۵۸ توپونو وهلو د۵۷ منډو تر جوړولو وروسته د د انګلستان د لېږ سپېنر عادل رشید په توپ سټمپ اوټ شو.

د پاکستان د ټیم له‎خوا تر ټولو اظهرعلي د یو شپږیزې او ۵ څلوریزو پر مټ ۷۶ منډې جوړې کړې او د انګلستان د توپ اچوونکي بال په توپ اوټ شو.

پاکستان د روان ۲۰۱۷م کال د "ICC" د اتلانو د جام د سیالیو لومړی ټیم دی چې د دغه سیالیو پاېلوبې ته وځي.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ به په برمنګهم کې د هند او بنګله‎دېش ټیمونه مخامخ شي او بریالی ټیم به د یکشنبې په ورځ اوول کې د پایلوبې لپاره له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دا لومړی ځل دی چې د بنګله‎دېش کرکټ ټیم د دغو سیالیو نیمه پایلوبه کې ګډون کوي او که د هند پر وړاندې بریالی شي نو لومړی ځل به وي چې پایلوبې ته به لار مومي.

راپور: ذبیح مومند

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG