د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

مشعل: پاکستان سره د کرکټ سیالیو په تړاو هېڅ هوکړه نه‌ده شوې


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي له پاکستان سره‌يې د مسابقو او نورو پلانونو په اړه يوه موافقه هم نه‌ده نهايي کړې.

عاطف مشعل د کرکټ بورډ پر پاڼه په خپل پيغام کې ويلي، پاکستان ته په وروستي سفر کې ورته ځيني پېشنهادونه شوي وو.

خو د کرکټ بورډ مرستيال عزيزالله فضلي بيا وايي له پاکستاني لوري سره يو لړ موافقې شوي او دوى ورباندې اعتراض لري.

ښاغلی فضلي زیاتوي:

"کله چې دوى کنفرانس ورکوي، ټولې رسنۍ يې راخلي او دى هلته اعلان کوي، دا خو کومه پټه خبره نه‌ده چې ده بېرته لغوه کړه. که کوم قرارداد نه‌وي شوى نو پرېس کنفرانس ته څه اړتيا وه. د افغان حکومت او د بهرنيو چارو وزارت سياست يو طرف ته دى، خو د کرکټ بورډ خپل سياست بل لوري ته غوره کوي."

د کرکټ بورډ مشر ويلي، هېڅکله د افغانستان د ګټو خلاف عمل نه‌شي کولاى، خو مرستيال‌يې وايي ده او ځينو نورو چارواکو د دې تحولاتو په عکس‌العمل کې د کرکټ بورډ له مشر سره پرېکون اعلان کړى.

په پام کې ده عاطف مشعل سبا سې شنبه په دې اړه يوه کنفرانس ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG