د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

پاکستان کرکټ بورډ خپل لوبغاړي د افغانستان په کرکټ لیګ کې له ګډونه منع کړل


د پاکستان کرکټ بورډ خپل لوبغاړي او پاکستاني روزونکي د افغانستان د شل اوریزه لوبو په لیګ «شپږیزه کرکټ لیګ» سیالیو کې له برخې اخیستوو لوبېدو منع کړل.

د پاکستان د کرکټ بورډ دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له پاکستان کرکټ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو هغه لړۍلغوه کوي چې په پام کې وه راتلونکو میاشتو کې به کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ تېره ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ د چارواکو څرګندونې د خواشینۍ وړ وبللې او د دغوڅرګندونو په غبرګون کې یې همداشان د افغانستان له ټیم سره د ټاکل شویو دوستانه شل اوریزو لوبو له کولو انکار وکړ.

دغه بورډ د جمعې په ورځ پر خپلې ويبپاڼې په یوه خپور کړي بیان کې خپل لوبغاړي د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کېله لوبېدو هم منع کړي دي

بیان په دې اړه کاږي:

"هېڅ لوبغاړي او یا روزونکي ته به د افغانستان د ۲۰ اوریزه لوبو په لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنه کړي."

د پاکستان کرکټ بورډ تر هغې وروسته له افغانستان سره د دوستانه لوبو د لغوه کولو او همداشان د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ کې د خپلو لوبغاړو پر لوبېدو بندیز ولګاوه چې د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوه اړخیزه اړیکيو هوکړه ختمه کړه.

افغانستان کرکټ بورډ.
افغانستان کرکټ بورډ.

افغان کرکټ بورډ وايي چې له پاکستان سره د کرکټ نه کولو پرېکړه یې د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ کړې ده.

له دې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر لاهور ته خپل سفر پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ له چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرېکړه کړې وه، د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې به په نېږدې راتلونکي کې دوه دوستانه شل اوریزې لوبې وکړي، چېلومړۍ هغه به يېپه کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.

که څه د پاکستان کرکټ بورډ په خپل بیان کې دا نه دي ویلي چې ولې يې خپل لوبغاړي او روزونکي د افغانستان په کرکټ لیګ سیالیو کې له لوبېدو منع کړي، خو ددغه بورډ یوه جګپوړي چارواکي نجم سیټهي بیا پر خپلې ټویټر پاڼې ددغه پریکړې لامل "د افغانستان خراب امنیتي وضعیت" بللی دی.

شپیزې سیالۍ په راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي چې د ځینو نورو بهرنیو لوبډلو د لوبغاړو ترڅنګ پکې د پاکستان ځینې لوبغاړي هم ددغه لیګ د بېلابېلو ټیمونو له خوا پلورل شوي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG