د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د کرکټ بورډ رئیس: له پاکستان سره لوبې د افغانستان په ګټه دي


د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس وايي، له پاکستان سره لوبې د افغانستان په ګټه دي او ډېر ژر به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

د کرکټ بورډ رئیس وايي، د پاکستان سره د لوبو پر اجنډا هوکړې ته رسېدلي او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د رسمي هوکړې د لاسلیکېدو په اړه پرېکړه کوي.

شکرالله عاطف مشعل د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، هر هغه هېواد چې غواړي د افغانستان سره کرکټ وکړي د افغانستان د کرکټ بورډ دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي او د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره سیالۍ د افغانستان په ګټه دي.

شکرالله عاطف مشعل.
شکرالله عاطف مشعل.

نوموړي زیاته کړه:

"لوبو او سپورټ ته د لوبو په نظر وګورئ، کرکټ مو ورځ تر بلې مخ پر ودې روان دی، نن د نړۍ يو بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد په لېوالتیا دا وايي چې موږ ستاسو سره لوبې کول غواړو، موږ په سپورټ کې د چا پر مخ خپله دروازه نه‌تړو او ټولو کرکټ کوونکو هېوادونو سره غواړو لوبې وکړو او دا زموږ په خیر دی."

ښاغلي مشعل وویل، د پاکستان سره د کرکټ په برخه کې اړیکې په دې معنی نه‌دي چې د نورو هېوادونو سره اړیکې ونه‌لرو د ده په خبره افغانستان په دې برخه کې خپلواک دی او غواړي د ټولو هغو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري چې کرکټ کوي.

دا په داسې حال ده چې پاکستان ته د کرکټ بورډ د رئیس له سفر وروسته يو شمېر مدني فعالانو پاکستان د ورنکارانو ډلو په ملاتړ تورن کړ او د افغانستان له کرکټ بورډ څخه‌يې له پاکستان سره د سیالیو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې دا جمله چې «له پاکستان سره کرکټ نه‌کوو.» ډېره ښکته پورته شوه.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، له پاکستان سره سیالۍ د افغانستان په ګټه دي او له دوو دوستانه سیالیو پرته چې لومړۍ هغه‌يې په کابل او دوهمه‌يې په لاهور کې پلان شوې يو لړ نورې رسمي سیالۍ به هم ولري خو په دې اړه‌يې لا وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ سیالۍ به د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه‌والي او پراختیا ښه اغېز ولري.

پاکستاني کرکټ لوبغاړي.
پاکستاني کرکټ لوبغاړي.

په ورته وخت کې د کرکټ د برخې يو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي چې پاکستان غواړي له کرکټه سیاسي ګټه پورته کړي او نړیوالو ته دا وښيي چې دوی د افغانستان سره ښې اړیکې لري.

له دې ډلې یاسر خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل:

"دا زه يوه مطلقه سیاسي پرېکړه بولم ځکه کرکټ په اوسني وخت کې په سیاست باندې ډېره اغېزه لري او پاکستان غواړي له دې لارې د نړۍ مطبوعات کاذب ثابت کړي او ورته دا وښيي چې پاکستان له افغانستان سره عادي دوستانه اړیکې لري او د دوی لوبغاړي کابل ته راځي او افغان لوبغاړي لاهور ته ځي."

ښاغلی خوګياڼی وايي، په کار ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر ځای د سیمې د نورو هېوادونو لکه سریلانکا، بنګله‌دېش او يو شمېر نورو هېوادونو سره اړیکو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG