د پاکستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېيو ټسټ لوبو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ناوخته د وېسټ انډیز په ډومینیکا ښار کې پای ته ورسېده.
د پاکستان د کرکټ لوبډلې دغه پنځه ورځنۍ لوبه تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته وېسټ انډیز ته په ۱۰۱ منډو ماتې ورکړه او همیې د درېيو ټسټ لوبو لړۍ پهخپل نوم کړه.
پاکستان په دغې لوبه کې وېسټ انډیز ته د ګټلو لپاره د ۳۰۴ منډو هدف ورکړی و، خو د وېسټ انډیز ټولو لوبغاړو یوازې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.
دا تر ۶۵ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې پاکستان د کرکټ ټسټ لوبو کې وېسټ انډیز ته پر خپله خاوره ماتې ورکړې ده.
که څه هم پاکستانۍ لوبډلې د دغه ټسټ لوبې په دوهم اننګز کې یوازې د ۱۷۴ منډو تر جوړولو وروسته وېسټ انډیز ته د لوبې بلنه ورکړه، خو د دغې لوبډلې یوه لوبغاړي هم د پاکستانیو توپ اچوونکو ښه مقابله ونهکړای شوه.
د وېسټ انډیز لهخوا یوازې روسټین چیز د ۱۰۱ منډو په جوړولو هڅه وکړه چې دغه لوبه بېنتیجې پای ته ورسوي، خو بریالی نهشو.
له روسټین چیز پرته د وېسټ انډیز دوو نورو لوبغاړو هیټمیر او هولډر د پاکستان د توپ اچونې لږ مقاومت وکړ او هر یوه په ترتیب ۲۵ او ۲۲ منډې جوړې کړې، خو له دوی دواړو پرته د وېسټ انډیز نورو لوبغاړو چندان مسؤلانه لوبه ونهکړه.
د پاکستان لهخوا په دوهم اننګز کې یاسر شاه ۵، حسن علي او محمد عامر او محمد عباس د وېسټ انډیز ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان لهخوا یاسر شاه د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.
هغه په دغې لوبه کې په مجموعي ډول ۲۵ کسان سوځولي وو.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د وېسټ انډیز پر خاوره ۲۶ ټسټ لوبې لوبولي چې په دغو کې پاکستان یوازې ۷ لوبې ګټلي، ۱۲ کې یې ماتې خوړلې او ۷ له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې په وېسټ انډیز کې د پاکستان د کرکټ ټیم دوو مهمو لوبغاړو کپتان مصباحالحق او یونس خان خپلې وروستۍ لوبې ولوبولې.
دغو دواړو لوبغاړو وېسټ انډیز ته تر تلو مخکې له نړیوال کرکټه د تقاعد اعلان کړی و او دا یې خپلې وروستۍ لوبې بللې وې.
راپور: ذبیح مومند