د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د جنوبي افریقا کرکټ ټیم د سریلانکا کرکټ ټیم ته ماتې ورکړه


په انګلستان کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام "چیمپینز ټرافي" سیالۍ روانې دي او د دغه سیالیو په درېيمه لوبه کې د جنوبي افریقا کرکټ ټیم د سریلانکا کرکټ ټیم ته په ۹۶ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه د شنبې په ورځ د انګلستان د لندن ښار په اوول لوبغالي کې وشوه چې د جنوبي افریقا د کرکټ ټیم د سریلانکا کرکټ ټیم ته په ټاکلو کې ۵۰ اورونو کې د ۳۰۰ منډو هدف ورکړ، خو د سریلانکا کرکټ ټیم ټول لوبغاړي په ۴۲ اوور کې یوازې د ۲۰۳ منډو په جوړولو وسوځېدل.

که څه هم د لوبې د پیل پرمهال پچه د سریلانکا کرکټ ټیم وګټله، خو لومړی یې جنوبي افریقا ته د لوبې بلنه ورکړه چې یاد ټیم په ټاکلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۹ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا د کرکټ ټیم له‎خوا هاشم املا تر ټولو ښه لوبه وکړه او د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

پر املا سربېره فاف ډیپلوسي ۷۵، جي پي ډومني ۳۸، ډیکاک ۲۳، کریس موریس ۲۰ او ډیویډ ملر ۱۸ منډې وکړې او پر لوبه یې د خپل ټیم لاس بر کړ.

د سریلانکا کرکټ ټیم توپ اچوونکوکې پردیب ۲ او لکمل و پرسنا د جنوبي افریقې ۱ ـ ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

که څه هم د افریقا کرکټ ټیم د لوبې په ځواب کې د سریلانکا د لوبې پیل ښه و، خو د ۶۹ مجموعي منډو پر مهال چې د سریلانکا ډکویلا لود ۴۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد، نو بیا یاد ټیم د افریقايي توپ اچوونکو مقابله ونه کړای شوه او پرله‎پسې ویکټې یې له لاسه ورکړې.

د سریلانکا کرکټ ټیم له‎خوا اوپل ترنګا د نورو لوبغاړو په پرتله ښه لوبه وکړه او د ۶ څلوریزو پر مټ یې ۵۷ منډې جوړې کړې، خو د هغه تر سوځېدو وروسته بیا نورو لوبغاړو د افریقايي توپ اچوونکو مقابله ونه کړای شوه.

د جنوبي افریقا کرکټ ټیم په توپ اچوونکو کې عمران طاهر تر ټولو ښه وځلېد.

نوموړي په ۸.۳ اورونو کې یوازې ۲۷ منډې ورکړې او ۴ سریلانکايي لوبغاړي یې وسوځول.

پر طاهر سربېره موریس ۲، رباډا او مورني مورکل ۱ ـ ۱ ویکټه واخېسته.

د جنوبي افریقا کرکټ ټیم د سریلانکا کرکټ ټیم ته په ماتې ورکولو ۲ پواینټه ترلاسه کړل.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د اتلانو جام په دویمه سیالۍ کې د اسټرالیا او نیوزيلینډ د کرکټ ټیمونو ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوه چې له امله یې دواړو ټیمونو ته ۱ ـ ۱ پواینټ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې نن یکشنبه به د دغه جام په څلورمه لوبه کې دوه مخالف کرکټ ټیمونه پاکستان او هندوستان کرکټ ټیمونه سره مخامخ شي چې په ټوله نړۍ کې ورته د کرکټ مینه‎وال په شدد انتظار دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG