د ویسټ اینډیز کرکټ ټیم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
پچه کوربه هېواد ویسټ اینډیز وګټله او افغان لوبډلې ته یې د لوبې بلنه ورکړه.
افغانستان یو سل او لس منډې وکړې.
دې هدف ته د ویسټ اینډیز لوبغاړي په اوولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ورسېدل.
سبا به افغانستان د شل اورونو دوهمه لوبه له ویسټ اینډیز سره وکړي.