د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

مسود: قبایلي سیمو کې کرکټ سوپر لیګ به ځان سره د سولې پیغام ولري


د ډیورند کرښې پورې غاړه په قبایلي سیمو کې له څو کلونو راهیسې پیل شوې بې امنیتي د خلکو ژوند ګډوډ کړی، د کرکټ د لوبو لړۍ پیل شوې چې تر لسو ورځو پورې به دوام وکړي.

د شل اووریزو لوبو په دې لس ورځنۍ لړۍ کې د بېلابېلو قبایلي سیمو د کرکټ لوبډلې ګډون کوي.

په قبایلي سیمو کې د کرکټ سوپر لیګ پرون پیل شو او په پام کې ده چې د روانې اپریل میاشتې تر دیارلسمې نېټې دوام وکړي.

د شل اووریزو لوبو په دې لړۍ کې د بېلابېلو قبایلي سیمو ۲۴ لوبډلې ګډون کوي.

په دې سیمو کې چې القاعده شبکې، پاکستاني او افغان طالبانو ځالې بکې جوړې کړې دي، د ناامنیو له خپرېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې کرکټ- د ماشومانو او ځوانانو د خوښې لوبه کېږي.

دا لوبې د قبایلو له اوو ایجنسیو څخه په څلورو- خیبر، باجوړ، مومند او شمالي وزیرستان ایجنسیو کې او پایلوبه یې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه د کرکټ په سټیډیم کې ترسره کېږي.

د کرکټ دوو لوبغاړو، له اورکزو ایجنسۍ څخه ملک عمر فیاض او له شمالي وزیرستان څخه افسرخان مسود چې په دې لوبو کې یې ګډون کړی د ازادي راډیو مشعل څانګې ته وویل، دا لړۍ به د قبایلي سیمو یا فاټا اوسېدونکو ته چې جګړو ځپلي دي، د خوښۍ یو پیغام راوړي:

"له دې سره موږ ټولې دنیا ته د امن پیغام ورکولای شو، موږ د فاټا خلک د امن خلک یو او امن غواړو."

"د فاټا سوپرلیګ زموږ عوامو ته چې ستونزې یې ګاللي او پریشان شوي، د هغو د خوشالۍ ورکوي، موږ له خپل جیب څخه خرچه وکړه، کاروبار مو پریښود، بچیان مو پریښودل او له وزیرستان څخه په دې خوشالۍ راغلو چې قبایلو ته بیا خوشالي راشي او په خپلو کې بیا سره وګوري."

د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د کرکټ د لوبو دا لړۍ به د قبایلي ځوانانو پاملرنه د وسله والو فعالیتونو پرځای یوه مثبت لوري ته واړوي.

قبایلي سیمې د پاکستان د پوځ له عملیاتو سره سره تراوسه هم نه دي ارامې شوي.

د جمعې په ورځ د جماعت الاحرار په نوم د پاکستاني طالبانو څانګې په پاړه چنار کې پر یو مارکېټ او د شیعه مسلمانانو پر یوه جومات برید وکړ ، لږترلږه ۲۴ کسان یې ووژل او له سلو زیات یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG