د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په ټیسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې په پېنځه ورځنۍ «ټیسټ» لوبه کېد پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

دغه ټیسټ لوبه چې د ویسټ انډیز د باربیډوس ښارګوټي په لوبغالي کې لوبېده، د پاکستان ټیم د ویسټ انډیزد ۱۸۸ رنزونو د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او د ټیم ټول لوبغاړي یواځې د ۸۱ منډو په جوړولو وسوڅېدل.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستانۍ لوبډلې د دویم اننګز په پیل کې ددې لوبډلې لومړی لوبغاړی په ۱۰ عمومي رنزونو وسوڅېد چې بیا وروسته د دغه لوبډلې یوه لوبغاړي هم د ویسټ انډیز د توپ اچوونکیو مقابله ونه کړای شوه او پرله پسې وسوځېدل.

د پاکستان له خوا اظهر علي ۱۰، بابر اعظم صفر، یونس خان ۵، کپتان مصباح الحق صفر، اسد شفیق صفر، احمد شهزاد ۱۴ او شاداب خان ۱ منډه جوړه کړه.

کله چې د پاکستان له خوا سرفراز احمد او محمد عامر د ویسټ انډیز د توپ اچوونکیو لږه مقابله وکړه او د ۴۲ منډو ملګرتیا یې جوړه کړه، نو د پاکستاني ټیم د ګټلو هیلې تاندې شوې، خو د محمد عام تر سوځېدو وروسته چې کله چې یاسر شاه هم له کومې منډې جوړولو پرته وسوځېد، نو ددغه ټیم هیلې مړاوې شوې.

د پاکستانۍ لوبډلې وروستی لوبغاړی سرفراز احمد و چې په دغه اننګز کې تر ټولو زیاتد ۲۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد.

د دغه پېنځه ورځنۍ ټیسټ لوبې په دویم اننګز کې د ویسټ انډیز لوبډلې ګبیبریل توپ اچوونکي ښه توپ اچونه وکړه او یواڅې د ۱۱ رنزونو په ورکولو یې د پاکستانۍ لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

همداشان دویسټ انډیز دوو نورو توپ اچوونکو هولډر ۳ او جوزف ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې ویسټ انډیز ددغه ټیسټ لوبې په لومړي اننګز کې ۳۱۲ او دویم هغه کې ۲۶۸ رنزونه جوړ کړي و چې په ځواب کې يې د پاکستان لوبډلې په لومړي اننګز کې ۳۹۳ او دویم هغه کې یوازې ۸۱ رنزونه جوړ کړل اولوبه یې وباېلله.

د پاکستان د کرکټ لوبډله دا مهال د ویسټ انډیز په دوره ده چې ددغه هېواد له کرکټ ټیم سره یې پر یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو سربېره د ۳ ټیسټ لوبو سیریز هم دی چې ۱ یې پاکستان او ۱ يې ویسټ انډیز ګټلی دی.

ټاکل شوې ده چې ددغو دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستۍ ټیسټ لوبه د روانې میاشت په ۱۰ مه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG