د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

پاکستان سره د "کاري ډلې" د ناستې پایلو ته د ارګ هیلې او بې‌باوري


افغان حکومت وايي د پاکستان په اړه د نړیوالو د لید لوري په بدلون سره هیله لري چې نوموړی هيواد به دا ځل د ترهګرۍ په وړاندې عملي او رښتینې مبارزه وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، که څه هم سلو په سلو کې باور نه‎لري چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره رښتینې همکاري وکړي خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو د کاري ډلو له ناستې وروسته ښې نتیجې ترلاسه شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په اړه د نړیوالو د لیدلوري تر بدلون وروسته نوموړی هېواد د ترورېزم پر وړاندې مبارزې برخه کې له افغانستان سره له همکارۍ پرته بله لار نه‎لري.

دی وايي، په دې برخه کې افغانستان یوازې د پاکستان په ژمنو تکیه نه‎کوي بلکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نورو لار چارو هم کار اخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"افغانستان اوس‌مهال په دې باور دی چې پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له همکارۍ پرته بله لاره نه‎لري، له همدې امله افغانستان هیله لري چې شاید د پاکستان حکومت دا ځل د ترورېزم په وړاندې عملي او رښتینې مبارزه وکړي خو افغان حکومت یوازې په دا ډول ناستو او ژمنو تکیه نه‎کوي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې کابل د افغانستان او پاکستان د "کاري ډلې" د ناستې کوربه وي.

د امریکا استخباراتي چارواکي: پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه شوی

شي: چمتو یو چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د غونډې کوربه‌توب وکړو

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دا ناستې د ترورېزم په وړاندې د اقداماتو د همغږۍ او د ترورېستي شبکو د له‎منځه وړلو په هدف په کابل او اسلام‎اباد کې جوړېږي.

ویل کېږي چې د دواړو هېوادونو د کاري ډلو د دې ناستو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د شانګهای د همکاریو د سازمان د ناستې په څنډه کې موافقه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان حکومت په وار-وار پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې مبارزې ته رابللی دی.

دوه کاله وړاندې د کابل د شاه شهید له خونړۍ پېښې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره په خپل چلند کې بدلون راوست او له دې هېواده‌يې جدي غوښتنه وکړه چې په خپله خاوره کې د ترروېستانو مرکزونه له‎منځه یوسي.

له هغې راورسته تر دې دمه د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي او افغان حکومت په څو ځلې پاکستان په افغانستان کې د بېلابېلو ترورېستي پېښو مسؤل بللی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د دواړو هېوادونو د کاري ډلو ناستې د افغانستان په ګټه بولي وايي چې دا هېواد باید د فعالي ډیپلوماسۍ په درلودلو سره د پاکستان په اړه د نړیوال لیدلوري تر بدلون وروسته د پاکستان په نسبت ګټه وکړي.

له ډلې داود راوش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

"ډیپلوماتیکې لارې، بحثونه او د سیمې او نړۍ په کچه خبرې اترې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د افغان حکومت ته جدي اړتیا ده، مهم بحث دا دی چې افغانستان وتوانېږي چې یوه فعاله ډیپلوماسي ولري او داسې وړاندیزونه وکړي چې په‌کې خپل هدف سولې او ثبات ته ورسېږي."

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغانستان د یوې فعالې ډیپلوماسۍ په درلودو سره توانېدلی چې په نړیواله کچه په پاکستان فشار راوړي او د نړیوالو پام دې بحث ته راوړي چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی.

د حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، افغان حکومت حق لري چې خپل سیاست په هر ډول تنظیم کړي، خو په دې شرط چې د نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې نه‎وي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG