د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

غني: که پاکستان ترورېزم سره جدي مبارزه ونه‌کړي بد برخلیک سره به مخ شي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره په استانه کې وکتل.

افغان حکومت وايي، د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره ولسمشر اشرف غني په خبرو کې هغه دا ته پيغام ورکړ: "که پاکستان له ترورېزم سره جدي مبارزه ونه کړي له بد برخلیک سره به مخ شي."

دا خبره د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن ازادي راډیو ته وکړه.

نجیب الله ازاد وویل، افغان ولسمشرد پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې لیدلي دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

ښاغلی ازاد وايي:

"افغان ولسمشر نن هم د پاکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې همدا خبرې وکړې چې نه یوازې موږ او نړۍ پوهېږو چې ترهګر چېرته دي بلکې په دې اړه اسناد او شواهد هم شته. خوشبختانه د هغو قضیو په وړاندې چې پاکستان په افغانستان کې ښکېل دی موږ اسناد او شواهد لرو. دا پيغام دوی ته ور ورسېد. موږ هیله من یو چې دا ځل دوی واقعاً عملي ګامونه پورته کړي ځکه که دوی عملي ګامونه پورته نه‎کړي نړیوال هم په دې پوه شوي او موږ قناعت ورکړی او موږ اسناد هم لرو نو ډېر ژر به پاکستان چې اوس هم له انزوا سره مخ دی ډېر بد برخلیک به ولري."

نجیب‎الله ازاد وویل، پخوا سره له دې چې د تروریستانو د پټنځایونو په اړه ټول خبر و خو کره اسناد نه و موجود اما د ده په خبره اوسني افغان حکومت په دې اړه زیات شواهد او اسناد راټول کړي دي.

ښاغلي ازاد وویل، پاکستان په نړۍ کې په خپلې انزوا پوه شوی او له نیت یې ښکاري چې تر پخوا به په خپل دریځ کې تغیر راولي.

پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د پاکستان صدراعظم او افغان ولسمشر نن له ترورېزم سره په مبارزې او سیمه ییز مسایلو خبرې کړي دي.

د راپور له مخې دواړو مشرانو نن جمعه د شانګهای سازمان د سرمشرېزې تر پیل مخکې د استانه په رماده هوټل کې سره لیدلي دي.

د افغان ولسمشر او پاکستاني صدراعظم د لیدنې په اړه د پاکستان له اړخه زیات جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې له نواز شریف سره وکتل چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د کابل پروسې په ناسته کې یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

ښاغلي غني وویل، افغانستان له یوې نااعلان شوې تعرضي جګړې سره مخ دی او په دې نه پوهېږي چې پاکستان څه غواړي او د څه په لټه کې دی؟

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد وویل، نن مخکې له دې چې افغان ولسمشر په مسایلو بحث وکړي د پاکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه کوي.

دی وايي:

"دې لیدنه کې مخکې له دې چې د افغاسنتان جمهور رئیس د پاکستان له لومړي وزیر سره خبرې پیل کړي د پاکستان صدراعظم په خپله د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د جدي ګام پورته کولو تعهدات ورکړل. ژمنه یې وکړه که تېر کې که څه اشتباهات شوي وي بیا به نه تکراریږي. هغه ترهګر چې د افغانستان سره جنګېږي د افغانستان له ولس سره جنګیږي د هغه پر ضد به پاکستان هر ډول ممکن اقدامات وکړي."

افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم همدا راز د دوو جلا درې اړخېزو غونډو په اړه هم موافقه وکړ چې تمه ده یوه یې د چین په کوربه توب وي او بله یې د امریکا متحده ایالتونو.

د چین له‎خوا د غونډې د کوربه توب ډاډ پرون د چین ولسمشر شي جین پینګ افغان ولسمشر ته ورکړی دی.

د افغانستان او پاکستان مشرانو په داسې حال کې په دوه اړخېزو مسایلو سره خبرې کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستیو کې اړیکې له پخوا زیاتې سړې شوي دي.

افغان ولسمشر د کابل په پروسې کې په نړیوالو غږ وکړ چې له ترورېزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره لاس ورکړي هغه پیغام چې تمه ده نن یې د شانګهای سازمان په اولسمه سرمشریزه کې هم د خبرو مهمه اجنډا وي.

کابل پروسه
کابل پروسه

د شانګهای سازمان سرمشرېزې په څنډه کې افغان ولسمشرد دغه سازمان له سکرتر جنرال، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم د ترورېزم پر ضد په مبارزې خبرې کړي دي.

د شانګهای سازمان سرمشریزې اصلي غونډه نن د قزاقستان په پلازمینه استانه کې پیل شوې ده او تمه ده د ناظرو هېوادونو مشران چې افغانستان هم په دې ډله کې راځي وروسته د ورځې په اوږدو کې وینا وکړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG