د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د "کابل پروسې" غونډه، د افغانستان جګړې ته له کومو لارو د پای ټکی کېښودل شي؟


کابل له وروستیو نا امنیو سره سره د یوې مهمې او نړیوالې غونډې کوربه دی.

د کابل د پروسې غونډه چې په‌کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو برخه اخیستې، په دې بحث کوي چې څنګه د ترهګرو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وشي او له کومو لارو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د "کابل پروسې" غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، د کابل ناسته ځکه مهمه ده چې په خبره‌یې ترهګر پولې نه‌پېژني او په هر ځای کې یې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې دوهم وینا‎وال و چې د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو او فرصتونو په اړه‎یې تفصيلي خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له ځنډ پرته خپلې ژمنې عملي کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"په دې کنفراس کې موږ ځکه راټول شوي یو چې نړۍ دا ژمنه کړې او دا یې منلې چې ترهګري نه‌مني او هغه هېوادونه چې ترهګر تمیلوي نه‌زغمل کېږي، له پولو دباندې د ترهګرو ملاتړ نه‌زغمل کېږي نو موږ غوښتنه کوو چې نړیوال باید پر دغو ژمنو وفا وکړي او تاوتریخوالی باید متوقف شي."

ولسمشر غني دغه‌شان د "کابل پروسې" د غونډې له ګډون‎والو وغوښتل چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له کبله د قربانیانو د درناوي په پار یوه دقیقه سکوت وکړي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې چې د "کابل پروسې" په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې مېرمن تسنیم اسلم په ګډون د نوموړي حکومت استازو هم ګډون درلود.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان له پاکستان سره سوله غواړي، خو په دې نه‌پوهېږي چې پاکستان له افغانستانه څه تمه لري.

ولسمشر وايي، که څه هم تر اوسه د پاکستان سره د اړیکو او دوستۍ لارو چارو نتجه نه‌ده ورکړې، خو وړاندیز یې وکړ چې پاکستان دې د یوه مېکانیزم له‎ مخې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

ښاغلی غني وايي:

"تاسو پوهېږئ له کله چې زه ولسمشر شوی یم موږ له پاکستان سره په اړیکه کې شو څو خبرې پیل شي خو داسې ونه‌شول زه نه‌غواړم یو او بل ملامت کړم موږ دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې ناستې وکړې څو ستونزې حل شي او ترهګري ختمه شي خو پرمختګ مو ونه‌کړ موږ له پاکستان سره سوله غواړو موږ غواړو پر پاکستان باور وکړو خو ستونزه دا ده په دې نه‌پوهېږو چې پاکستان له موږه څه غواړي."

له طالبانو سره سوله د ولسمشر غني بله هغه غوښتنه وه چې په خبره‎یې اسانه نه‌ده، خو د خبرو پیل حتمي دی.

ولسمشر وویل، طالبان له افغان حکومت سره په موافقې په هر ځای کې چې وغواړي، دفتر پرانیستلی شي او که په کابل کې دې مسئلې ته زړه ښه کوي، دوی‎ یې ضمانت کولای شي.

ښاغلی غني زیاتوي:

"د سولې د خبرو موقعیت هر ځای کېدلای شي که هغه کابل وي چې موږ یې تضمین کولای شو او که د سولې د خبرو لپاره موافقه کېږي او دواړه خواوې هغه ومني نو بیا د طالبانو ډلې ته به اجازه ورکړو چې د استازولۍ دفتر پرانیزي څو موږ په یو مصون ځای کې سره وګورو."

ولسمشر غني که څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره چمتووالی وښود، خو په ورته وخت کې یې دا هم وویل چې دی ډاډه نه‌دی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې غوښتونکې وي.

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان او سیمه کې د سراسري سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره د اجماع رامنځته کېدل، د جګړې د ټولو ابعادو له‌منځه وړل، د نړیوالې ټولنې د ژمنو عملي کول او د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې ټولنې جدي او مسؤلانه مبارزه حتمي وبلله.

د یادونې ده چې د کابل پروسې د نړیوالې غونډې لپاره په کابل کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او ټاکل شوې چې د دغې ناستې پایلې د ورځې تر پایه اعلان شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG