د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

شي: چمتو یو چې د افغانستان، پاکستان،امریکا او چین د غونډې کوربه توب وکړو


د چین ولسمشر وایي، پیکنګ د افغانستان د دولت په مشرۍ د هغه هېواد د سولې د بهیر ملاتړ کوي او چمتو دی چې د افغانستان، پاکستان،چین او امریکا ترمنځ د یوې درې اړخېزې غونډې کوربه‎توب وکړي.

شي جین پینګ نن پنجشنبې تر غرمې دمخه په قزاقستان کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ.

نوموړي وویل:

"افغانستان هره هغه غونډه چې د افغانستان په مسایلو جوړېږي او د افغانستان د سولې او ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسایل په‎کې مطرح کېږي، د هغه هرکلی کوي. د افغانستان ولسمشر د چین له ولسمشره مننه وکړه."

دا نه‎دي ویل شوي چې دا غونډه به څه وخت وشي.

د افغانستان او چین ولسمشرانو د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډو په څنډو کې سره ولیدل.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له‎خوا په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې د چین ولسمشر ته یې ویلي چې افغانستان اوس هم له طالبانو سره روغې جوړې او له پاکستان سره سولې ته چمتو دی او دا موضوع یې د کابل پروسې په نوم غونډه کې هم مطرح کړې ده.

ولسمشر غني په‎دې لیدنه کې د چین ولسمشر ته ویلي چې اوس مهال شاوخوا شلو تروریستي ډلو افغانستان هدف ګرځولی دی.

د ښاغلي غني په خبره د دغو ډلو اصلي هدف د چین په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو په وړاندې د تروریستي بریدونو طرح او عملي کول دي.

د کابل پروسې په نوم غونډه کې چې د سې شنبه په ورځ په کابل کې وشوه، د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون په‎کې کړی وو.

ښاغلي ازاد وویل چې د چین ولسمشر د دې کنفرانس څخه ملاتړ وښود.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد دغه راز وویل چې د افغانستان او چین د ولسمشرانو تر لیدو وروسته د کابل او پیکنګ ترمنځ د همکارۍ دوه تړونونه هم لاسلیک شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"نن تر غرمې وروسته د افغانستان او چین د ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان سفیر له چین سره دوه تړونونه لاسلیک کړل چې یو یې د شېر خان بندر د ریل پټلۍ ده، تر هراته پورې او بل د کابل -کونړ د اوبو پرسر د اوبو بند د جوړولو قراردادونه دي. د لومړي تړون د طرحې او عملي کېدو چارې به یوکال وخت ونیسي او دوهم تړون چې د کابل او کونړ د اوبو پر سر د بریښنا بند دی چې چین یې جوړوي هغه کارونه به په شپږو میاشتو کې وشي."

دا تړونونه د افغانستان په استازیتوب په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی‎زي لاسلیک کړه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې نن او سبا د قزاقستان په پلازمینه استانه کې ترسره کېږي.

روسیه، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي.

افغانستان د څارونکي په حیث په‎دې غونډو کې ګډون کوي.

د چین ولسمشر ویلي چې هېواد یې د دې سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو په اړه د افغانستان د غوښتنې په برخه کې مثبت نظر لري.

XS
SM
MD
LG