ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی، ایا افغانستان غواړي بیا له پاکستان سره دوستي وکړي؟
خپرونه د کابل وروستي برید ته چې یو نیم سل کسان يې ووژل او نورو نا امنیو ته په اشاره لیکي ممکن افغان مشران د نا امنیو د مخنیوي لپاره د پاکستان همکارۍ ته مخه کړي.
د مطلب لیکوال د شانګهای د همکارۍ د سازمان وروستۍ سرمشریزې ته د افغان ولسمشر د وینا ځینې ټکي نکل کړي دي.
ولسمشر غني ویلي پوهېږي چې پاکستان په سیمه کې خپلې مشروع ګټې لري او موږ ورته د خپل بې پرې والي ډاډ ورکړی دی.
خپرونه وايي، د ولسمشر غني دا څرګندونې په افغانستان کې د هند د نفوذ د زیاتوالي په اړه د پاکستان د اندېښنو په باب وې.
ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي، دا د پاکستان په ګټه ده چې اشرف غني د خپل حکومت کنټرول ټینګ کړي ځکه د کمزوري په صورت کې به د پاکستان ضد عناصر په افغانستان زیات سیاسي واک ولري.
د مقالې لیکوال وايي، په داسې حال کې چې افغانستان په پاکستان کې د یوه ښه متحد د پیداکولو په لټه کې دی، اسلام اباد باید د کابل دې هڅو ته مثبت ځواب ووايي کنه نودا به د پاکستان لپاره ګټور نه وي.
ډیلي میل:
د بریتانيې چاب ډیلي میل ورځپاڼې بیا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي او ستوري راشد خان د لوبې ستاینه کړې ده.
ډیلی میل د افغانستان او ویست انډیز ترمنځ د لومړی یو ورځنی نړیوالې لوبې په اړه مطلب خپور کړی دی.
افغانستان له ویست انډیز څخه دا لوبه د ۶۳ منډو په توپیر وګټله او ددې سیالۍ اتل راشد خان و چې د ویست انډیز ۷ لوبغاړي ېي وسوځول.
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز ورځپانې هم د افغانستان او ویست انډیز ترمنځ د لومړی یو ورځنۍ مسابقې یادونه کړې ده او لیکي چې راشد خان د ویست انډیز بیټنګ لاین ړنګ کړ.
هندوستان ټایمز د راشد خان په حواله لیکي چې په دې لوبه کې يې د افغانستان د خلکو لپاره چې یوه سخته اوونۍ پرې تېره شوه، زیاته هڅه وکړه.