ټاکل شوې ده ډېر ژر د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر منځ د افغانستان په اړه څلور اړخيزه غونډه وشي.
تېر کال د ثور په نهه ويشتمه نېټه هم د يادو هېوادونو تر منځ څلور اړخيزه غونډه شوې وه.
افغانستان هر ځل په ورته غونډو کې په پاکستان کې د مېشتو هغو سخت دريځو پر وړاندې غږ پورته کړی چې د افغان چارواکو په وينا، په افغانستان کې حملې کوي.
مخکې د شانګهای کنفرانس په څنډه کې افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره د کتنې پر مهال هغه ته ويلي چې هېواد يې باید له ترورېزم سره جدي مبارزه وکړي کنه له بد برخليک سره به مخامخ شي.
د یادې موضوع په اړه ملالۍ بشير د سیمې د سیاسي چارو له امریکا ميشتې کارپوه محمد تقي سره مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتنه کړې ده چې افغانستان پر پاکستان د فشار واردولو څومره توان لري؟
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک