د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

طالبانو د ایران ۶ پوله ساتي پوځیان نیولي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د فراه ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د فراه ولایت موقعیت

د ایران ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران شپږ تنه پوله ساتي پوځیان فراه ولایت ته په غیرقانوني ډول تر اوښتو وروسته د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ د فراه په شېخ ابونصر فراهي بندر کې د افغانستان خاورې ته اوښتي وو چې نیول شوي او بیا د طالبانو یوې قرارګاه ته لېږدول شوي دي.

دغو سرچینو ویلي چې د ایران دغه شپږ پوله ساتي لا هم د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په باب یې معلومات نه‌شته.

د ایران چارواکو د دې موضوع په باب رسماً کومه تبصره نه ده کړې، خو په فراه ولایت کې د طالبانو ځینو سرچینو د دغو کسانو د نیول کېدو خبر تایید کړی دی.

شاوخوا میاشت مخکې هم د ایران یو وګړی چې په غیرقانوني ډول د افغانستان خاورې ته داخل شوی و، د هرات په اسلام کلا کې نیول شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG