د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د مدني ټولنو فعالان د شاه شهید د پېښې پړه پر ای. اېس. ای اچوي


د مدني ټولنو په لسګونه فعالانو او د کابل د پوهنتونونو محصلانو، د شمعو په روښانه کولو سره د کابل د شاه شهید د قربانیانو یاد تازه کړ او د دغې پښې پړه یې پر ای ایس ای واچوله.

د مدني ټولنو په لسګونه فعالانو او د کابل د پوهنتونونو محصلانو د شعارونو په ورکولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کوونکي په توګه وپېژني.

دوی چې د شنبې د ورځې په ماښام د کابل په شاه شهید کې د ورستۍ خونړۍ پېښې په ځای کې راټول شوي وو، شمعې یې بلې کړې او د ورستیوو پښیو د قربانیانو لپاره یې دعا وکړه.

لعل محمد عرفان د نورو په استازیتوب خپلې غوښتنې داشان مطرح کړې:

(( له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امنیت له نړیوالې شورا، له اروپايي ټولنې، امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو څخه غواړوو چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کوونکي په توګه وپېژني او له دغه هیواد سره خپلې ټولې مرستې ودروي.))

په ورته وخت کې دغه ځوانانو د پاکستان بیرغ او یو شمېر پاکستاني اسعاروته اور واچولو او پاکستان یې په افغانستان کې د ورستیو څلور لسیزو جګړو اصلي عامل وګنلو.

یو بل ځوان میوند ارین ازادي راډیو ته وویل:

((دلته مو یو څه پاکستاني اسعار وسوځول، البته پیغام یې دا و چې نور په ولایتونو کې څوک پاکستانۍ کلدارې ونه کاروي، داچې پاکستانۍ بیرغ سوځوو معنی یې د یوه تروریست هېواد هویت سوځول دي.))

په کابل ښار کې درې پرلپسې انتحاري حملو او چاودونو چې په شاه شهید، افشارو او قصبه کې ترسره شوې ۴۷۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

په دې درې واړو حملو کې د شاه شهید موټر بم چاودونه تر ټولو زوره وره وه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې ساری نه و لیدل شوی.

په ورته وخت کې د کابل ښار یوشمېر محصلان وايي، چې افغان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې خپل بهرني سیاست ته بدلون ورکړي، ځکه د دوی په باور چې پاکستان له افغانستان سره په هره برخه کې خپلو ژمنو ته رښتینی نه دی پاتې شوی.

د نور محصلینو په استازیتوب بلال ستانزي ازاډیوته وویل

((پاکستان هیڅکله د افغانستان په مقابل کې صادق نه و او هیڅکله به رښتینی ونه وسي، له افغان حکومت غوښتنه کوم چې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ته بدلون ورکړي او د پاکستان پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.))

یو بل محصل شریف ځاځی وايي چې د تل په څیر به د افغان ملي ځواکونو ملاتړ ته دوام وکړي.

((مخالفانو او هغه کسانو ته چې د انسانیت خلاف کړنې ترسره کوي هغوی ته زموږ پیغام داده چې تاسو هر څه چې کوئ ویې کړئ د یوه ځوان په صفت ستاسو په مقابل کې به د خپل حکومت په ملاتړ ولاړ یو.))

دغو ځوانانو همدارنګه د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او ویل یې چې حاضر دي د پاکستان پر وړاندې چې د تروریزم ملاتړی دې وجنګیږي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبیبه سادات چې په ډې مراسمو کې یې ګډون کړی و د افغانستان د دښمن پر ضد د افغانانو پر یو والي ټینګار وکړ.

(( نږدې شپږ دیرش کاله کیږي چې دا ناخوالې په افغانستان کې روانې دي نه ګاونډیانو او نه هم نړیوالې ټولنې په موږ زړه وسوځېده، که چېرې موږ سره یو نه شو او له قومي تعصب لاس په سر نه شو، نو افغانستان به په همدې کړکیچنه لار روان وي.))

بل خوا د پېښې د ځای اوسېدونکي چې زیانونه ورته رسېدلې د مرستو غوښتنه وکړه.

د کابل ښار داتمې حوزه اړوند د شاه شهید د سیمې اوسېدونکی نیسم چې مالي زیان ورته رسېدلی وايي:

((وروره ګورئ چاودنه وشوه هر څه در په در شول، خلک ووژل شول، ماشومان یتمان شول، حکومت باید له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر افغان کارپوهان وايي حکومت مکلف دې چې د ټولو اتباعو امنیت تامین کړي او په دې برخه کې لازم او پر خپل وخت اقدامات وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG