د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل موافقه وکړه


افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزو غونډو په بیا پیل موافقه وکړه.

د افغانستان د سولې په باب د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل موافقه وشوه.

دا موافقه د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره وکړه خو دا نه ده واضح شوې چې څه وخت به دا غونډه پیلېږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب الله ازاد.
نجیب الله ازاد.

"د پاکستان صدراعظم او افغان ولسمشر محمد اشرف غني موافقه وکړه چې د افغانستان، پاکستان،امریکا او چین څلور اړخیزې غونډې وشي څو ژر له نړیوال ترورېزم سره چې پټنځایونه یې اکثر په پاکستان کې دي یاد هېوادونه په خپلو امکاناتو سره مبارزه وکړي، دا ځل احساس شوه چې د پاکستان صدر اعظم داسې هوډ لري چې تر ډېره ځایه کېدای شي عملي بڼه غوره کړي."

د ښاغلي ازاد په خبره د جمعې په ورځ افغان ولسمشر ته د پاکستان صدراعظم په استانه کې د شانګهای سرمشریزې په څنډه کې ژمنه وکړه چې دا ځل به تېرې تېروتني نه تکراېږي او له ترورېزم سره به جدي مبارزه کوي.

د پاکستان حکومت له خپله اړخه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

وروستۍ څلور اړخیزه غونډه چې د غونډو پنځمه دوره وه تېر کال د ثور میاشتې په نهه ویشتمه په اسلام اباد کې وشوه.

په دې غونډه ګډونوالو ټینګار وکړ چې جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده.

تر دې غونډې را وروسته د افغان سولې په باب څلور اړخیزې غونډې ونه شوې او نه یوازې افغان چارواکو بلکې، بېلابېلو لوړپوړو امریکايي چارواکو پاکستان د ترورېزم امن پټنځای وباله او ټينګار یې وکړ چې دا هېواد یو با ثباته افغانستان نه غواړي.

د امریکا استخباراتي چارواکي: پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه شوی

د چین ولسمشر شي جین پینګ هم د پنجشنبې په ورځ له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړیتوب ته چمتو دی.

شي: چمتو یو چې د افغانستان،پاکستان،امریکا او چین د غونډې کوربه توب وکړو

پاکستان په داسې حال کې له افغانستان سره د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل موافقې ته رسېدلی چې افغان حکومت وايي پاکستان له دې پرته چې له ترورېزم سره جدي مبارزه وکړي بله لار نه لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وویل د جمعې په ورځ هم ولسمشر د پاکستان ولسمشر ته دا پیغام ورکړ که له ترورېزم سره جدي مبارزه ونه کړي له بد برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:

" افغان ولسمشر نن هم د پاکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې همدا خبرې وکړې چې نه یوازې موږ او نړۍ پوهېږو چې ترهګر چېرته دي بلکې په دې اړه اسناد او شواهد هم شته، خوشبختانه د هغو قضیو په وړاندې چې پاکستان په افغانستان کې ښکېل دی موږ اسناد او شواهد لرو، دا پيغام دوی ته ور ورسېد، موږ هیله من یو چې دا ځل دوی واقعاً عملي ګامونه پورته کړي ځکه که دوی عملي ګامونه پورته نه کړي نړیوال هم په دې پوه شوي او موږ قناعت ورکړی او موږ اسناد هم لرو نو ډېر ژر به پاکستان چې اوس هم له انزوا سره مخ دی ډېر بد برخلیک به ولري."

افغان حکومت وايي د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په څېر د ګڼو نورو هغو په اړه اسناد او شواهد شته او په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان صدراعظم ته یادونه وشوه.

په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله د مې په یو دېرشمه د یوه ټانکر بم په واسطه وشوه چې څه باندې یو نیم سل افغانان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي په دې حمله کې چې د حقاني شبکې له خوا وشوه د پاکستان د استخباراتو ادارې ای اس ای لاس و خو د پاکستان حکومت دا تور رد کړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې له نوازشریف سره وکتل چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د کابل پروسې په ناسته کې یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG