د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د شانګهای غونډې په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپانو د قزاقستان په کوربه توب د شاهنګهای په اوولسمه سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون، د دغې ناستې په څنده کې د لیدنو کتنو او لاسته راوړنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې د ارګ په حواله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان مشرانو د شانګهای د سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي او د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون یې د څلور اړخیزو غونډو پر دوام هوکړه کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې به جدي مبارزه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دغه کتنه کې نواز شریف ته د ولسمشر غني یو شمېر سپینې خو تُندې خبرې راخیستې دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته ویلي، که پاکستان له ترهګرۍ سره جدي مبارزه ونه کړي له بد برخلیک سره به مخ شي.

په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي غني د پاکستان صدراعظم ته ویلي، نه یوازې موږ او نړۍ پوهېږو چې ترهګر چېرې دي بلکې په دې اړه او د هغو قضیو په وړاندې چې پاکستان په افغانستان کې ښکېل دی اسناد او شواهد هم لرو.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې ښاغلي غني ښاغلي شریف ته دا هم ویلي چې نړیوال هم اوس په دې خبره پوه دي او که پاکستان بیا هم ترهګرۍ پاللو ته ادامه ورکړي ډېر ژر به له انزوا او خورا بد برخلیک سره به مخ شي.

په سرمقاله کې راغلي، افغان ولسمشر په داسې حال کې د پاکستان صداعظم ته دا خبرې کړي چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې په ناسته کې چې د سیمې د نېږدې دېرشو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی و د ترهګرۍ ضد جګړه مهمه وبلل شوه.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې په یو مطلب کې په دې اړه لیکلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ولسمشر غني سره د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې لیدلي او ویلي یې چې هېواد به یې د سوداګرۍ، ترانزیت او انرژۍ د صادراتو په برخه کې د افغانستان لپاره پوره اسانتیا برابره کړي.

دنیا په خپل یو بل مطلب کې د دغې ناستې د لاسته راوړنو په اړه دغه شان لیکلي چې د افغانستان او چین ولسمشرانو د یادې سرمشریزې په څنده کې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

په مطلب کې راغلي چې په دغه کتنه کې پر دې هم خبرې شوي چې د کابل – کونړ په اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به چینايي کمپنۍ اجرا او په شپږو میاشتو کې بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG