د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د امریکا استخباراتي چارواکي: پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه شوی


د امریکا متحده ایالتونو لوړپوړو استخباراتي چارواکو ویلي پاکستان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې ناکامه شوی دی.

د امریکاد ملي استخباراتو ادارې رئیس ډانیل کاټس Daniel Coats د پنجشنبې په ورځ د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې غړیو ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل:

"اسلام اباد په پاکستان کې د ترهګرو او وسله‎والو مخالفو ډلو په ځپلو کې ناکامه شوی او دا ډلې به په سیمه کې د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړي او په افغانستان او هند کې به خپلې حملې پلان او جاري ساتي."

د متحده ایالتونو د ملي استخباراتو ادارې رئیس همدا راز وویل چې متحده ایالتونو او لویدیځ ته د پاکستان مېشتو تروریستي ګروپونو ګواښ به دوامداره خو منسجم نه‎وي.

هغه دا هم وویل چې د متحده ایالتونو د داخلي امنیت پرضد پلانونه به د یادو ډلو د تړلو کسانو یا هم تر ډېره د موقع طلبۍ هدفونو په خاطر ترسره شي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو په ځپلو کې د پاکستان ناکامۍ ته اشاره کېږي.

تردې مخکې د ځینو رپوټونو پر اساس د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر پاکستان ته سپارښتنه کړې وه چې د ترهګرو او مخالفو ډلو پر ضد مبارزه جدي کړي.

د امریکا د سنا جرګې په دې استماعیه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ وشوه د ملي استخباراتو ادارې رئیس ډانیل کاټس همدا راز پاکستان تورن کړ چې د نړیوالې انزوا له ویرې یې د چېن لمن نېولې ده.

د ملي استخباراتو ادارې رئیس ډانیل کاټس
د ملي استخباراتو ادارې رئیس ډانیل کاټس

د ملي استخباراتو ادارې رییس ډانیل کاټس وویل:

"پاکستان د نړیوالې انزوا په وېره کې دی او خپل ځای په نړۍ کې د هند د نفوذ د پراخېدو او له امریکا سره د هند د اړیکو په قوي کېدو کې په خطر کې بولي. پاکستان به چېن ته مخه کړي څو له انزوا خلاص شي. اړیکې یې پراخې شي او دا کار به بیجینګ سره مرسته وکړي څو هند سمندر ته نفوذ پیدا کړي."

پاکستاني چارواکو تراوسه د امریکا د استخباراتي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه څه نه‎دي ویلي خو پخوا یې ټینګار کړی چې په خپله خاوره کې د مخالفو ډلو پر ضد عملیات مخته وړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG