د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې دوی په تړونونو کې د شفافیت له درکه نېږدې دوه میلیارده افغانۍ سپما کړي دي.
یاد وزارت وايي چې د ۱۵۲ تړونونو لومړنی قیمت څه باندې ۸،۱ میلیارده افغانۍ و چې تر دقیقې څېړنې وروستهیې واقعي قیمت ۶،۵ میلیارده ته ورسېد.
د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو وزیر نصیر احمد دراني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل دوی وکولای شول په یو کال کې ۱،۷ میلیارده افغانۍ سپما کړي او دغهشان د تېرو دوو کلونو د تېلو په تړونونو کې ۴،۷ میلیونه افغانۍ سپما شوې دي چې ټولې سپما شوې پیسې نېږدې دوه میلیارده افغانۍ کېږي.
نوموړي زیاته کړه.
"په ټولهییز ډول په ۱۳۹۵ مالي کال کې یو میلیارد اته سوه نهه پنځوس میلیونه یو لک شپږ اتیا زره او څلور سوه څلور (۱۸۵۹۱۸۶۴۰۴) افغانۍ سپما شوې دي."
ښاغلی درانی زیاتوي په دغه وزارت کې د فساد ځینو دوسیو ته رسېدنه شوې او د څلورو قضیې عاملینیې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.
ښاغلی درانی دغهشان وايي، د فساد سره د مبارزې په برخه کې په وزارت کې موازي ادارې لهمنځه وړل شوي، برېښنايي سیستمونو ته پراختیا ورکړل شوې او عملیاتي پروسې ساده شوې دي.
د ده په خبره، د پېرېدونکو لپاره د یوه مرکز رامنځته کول، عدلي او قضايي بنسټونو ته د فساد د دوسیو استول، اطلاعاتي بانک جوړل، خلکو ته معلومات ورکول او له پروژو څخه ښه ساتنه او څارنه د دوی نور مهم کارونه دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ له دې اقدام څخه د هرکلي تر څنګ ټینګار کوي چې هر وزارت کولای شي په ښه مدیریت او په کارونو کې د شفافیت له درکه زیاته سپما وکړي.
د دغه بنسټ اجرائيوي مشر سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل:
"ټول وزارتونه کولای شي چې د سم مدیریت په رامنځته کولو، د ښې حکومتوالۍ د اصولو په پلي کولو، د حساب ورکونې بهیر چټکولو سره او په ځانګړي ډول د روڼتیا په راوستلو سره په بېلابېلو برخو کې سپما ولري."
ښاغلی افضلي زیاتوي دا هر څه هغه وخت ممکن وي چې د وزارت په رأس کې یو پياوړی مدیر وي او د فساد د لهمنځه وړلو لپاره پياوړې سیاسي اراده ولري.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر وايي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کلني پلان له مخې یې د ملي یووالي حکومت په موده کې، د اداري فساد راکمولو او مخنیوي په هدف یو لړ قاطع او جدي کړنې ترسره کړي او په دې برخه کې سیاسي اراده هم موجوده ده.
راپور: رحمتالله افغان