د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د بیارغونې له سیمه ییزو شوراګانو او ځینو افغان شرکتونو سره، په نهو ولایتونو کې د ۷۷ سیمه ییزو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
په دې پروژو کې کانالونه، استنادي دېوالونه، سړکونه، پلونه او د څښاک د اوبو یوه پروژه شامله ده.
یاد وزارت وايي، د دغو سیمه ییزو پروژو له پلې کېدو سره به په کلیو کې د خلکو او په تېره د کروند ګرو ورځنۍ چارې اسانه شي.
د کلیو د پراختیا او بیاروغونې وزیر نصیر احمد دراني د دوشنبې په ورځ د دې پروژو د ګټو په اړه وویل:
"په نهو ولایتونو کې چې د پروژو تړونونه یې لاسلیکوو، د ۷۷ پروژو له پلې کېدو سره به ۴۷۲۷۸۱ کسانو ته مستقیمه ګټه ورسېږي، د دې پروژو تمویلوونکي منابعې، اسیايي پراخیتایی بانک او د افغانستان او هندوستان حکومتونه دي."
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژې به د بلخ، بغلان، بدخشان، غور، پروان، بامیانو، تخار، ننګرهار او سمنګانو په ولایتونو کې، په څه باندې یوه کال کې پلې شي.
د دغه وزارت چارواکو وویل، په مجموع کې یې د ۱۳۹۴ یم لمریز کال د جدي له میاشتې راهیسي تردې دمه، په هېواد کي د بیارغاونې ۲۲۲ سیمه ییزې پروژې، د څه کم ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت پیل کړي دي.
د بیارغونې د سیمه ییزو شوراګانو مسؤلینو وویل، دغه پروژې به په کلیو کې د خلکو او په تېره د بزګرو ستونزې کمې کړي، خو کافي نه دي.
د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مسؤل حاجي امیرګل وویل:
"دا پروژې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي، یو پل دی چې دوه درې سره وصلوي، استنادي دېوالونه دي چې تقریباً ۸۰۰ جریبه ځمکه له سیلابونو ژغوري خو د سړکونو، پلونه، او استنادي دېوالونو ضرورت مو ډېر دی، لږ تر لږه باید په سیمه کې یو زرو پنځه سوه متره استنادی دېوالونه او سړکونه جوړشي."
د کلیو د پراخیتا وزارت وايي، کله کله ناامني، ټولنیزې ستونزې او د استملاک موضوعګانې سبب کېږي چې د دوی پلان شوې پروژې پروخت پلې نه شي.
د کلیو د پراختیا وزیر هیله وکړه چې خلک دې، د دې پروژو په پلي کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
راپور: خان محمد سیند