د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې لپاره د کار موندنې ملي پروګرام لومړی پړاو به د هېواد اقلیمي، امنیتي شرایطو او د بې کارۍ کچې ته په پام سره په مستحقو ولایتونو کې پلی شي.
ښاغلي دراني دغه راز وايي د دغه پروګرام له پلي کېدو څخه هدف د ګټورو پروژو د ساتنې او څارنې تر څنګ، د کار موندنې او د کليوالي اقتصاد پياوړي کول دي.
ښاغلي دراني زیاته کړه:
"هغو پروژو ته اهمیت ورکوو چې ۷۰ سلنه د کار زمینه برابره کړي، ۳۰ سلنه د موادو مصرف ته اولویت ورکول کېږي. په دې پروګرام کې به نیمه فعالې پروژې، سربندونه، کانالونه چې کم کار ته اړتیا لري بیا ورغول شي چې هم د کار زمینه برابره وي او هم په تولید کې ګټور تماميږي او هم د سیمې په اقتصاد تاثیر اچوي."
ښاغلي دراني وویل چې په دغو پروژو باندې چې ۳۵ میلیونه ډالره لګښت راځي، د کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان، کندز، بلخ، فاریاب، جوزجان، خوست، کندهار، هرات او فراه ولایتونو کې ۳۹ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي او په دې سره به دوه لکه او ۱۰ زره کلیوالو ته لنډ مهاله کاري زمینه برابره شي.
د کلیو پراختیا وزیر وايي چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به ۴۳۰ تنه چې نیم به یې انجینیران وي، په کابل کې د یوې اوونۍ لپاره وروزل شي او له هغې وروسته به په یادو ولسوالیو کې عملي کار پیل کړي.
ښاغلی نصیر احمد درانی وايي چې د دې پروګرام په دوهم پړاو کې به چې په پسرلي کې پیلېږي، په ۱۵ زره کلیو کې ۳ لکه او ۷۵ زره کلیو ته کارونه پیدا شي او په درېیم پړاو کې چې دغه پروګرام ملي پوښښ ته ځي په ۳۶ زره کلیو کې به ۹ لکه کلیوالو ته لنډ مهاله او زرګونو تنو د پوهنتون، لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسساتو فارغانو ته د دوامداره کار زمینه برابره شي.
افغان حکومت د کار موندنې پروګرام په داسې حال کې پيل کړ چې د ملي وحدت حکومت په رامنځ ته کېدو ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه مخ په زیاتېدو ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د کار موندنې ملي پروګرام پرانیست او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې سره به د کار موندنې زمینې پراخې شي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د حکومت دا کار یو نیک اقدام بولي، خو د دې ملي پرواګرام په سم مدیریت او پلي کېدو ټینګار کوي.
د کابل پوهنتون استاد فیروز خان مسجدي وايي، دا چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه ډېره لوړه ده، نو هر هغه پروګرام چې خلکو ته د کار زمینه برابروي ښه حرکت دی.
ښاغلي مسجدي زیاته کړه:
"د بې کارۍ کچه ډېره لوړه ده، نو هره هغه پروژه چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، که هغه لنډ مهاله او یا اوږد مهاله برنامې وي، دا یو ښه اقدام دی او خلکو ته امیدواري پيدا کېږي، هیله من یو چې حکومت وکولای شي، په دې برخه کې یو پیاوړی مدیریتي ټیم وټاکي، ترڅو په یاد پروګرام بشپړ نظارت ولري."
خو ښاغلی مسجدي له حکومته غواړي چې په هېواد کې د بې کارۍ کچې د له منځه وړلو لپاره باید اوږد مهاله او دوامدار پروګرامونه پلي کړي چې د هېواد په امنیت هم ښه اغېزه کولای شي.
افغان حکومت په داسې حال کې د کارموندنې ملي پروګرام پیلوي چې د امنیتي ستونزو او د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړېږي.
وروستیو مهاجرتونو هم ښودلې چې ډېری ځوانانو د بې کارۍ له امله خپل هېواد پریښی او په هېواد کې دننه هم ځوانان له بې کارۍ څخه رنځ وړي.
راپور - رحمت الله افغان