د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د ۷۴ نویو پروژو تړون لاسلیک کړ


د کلیو د رغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني
د کلیو د رغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني

په داسې حال کې چې د بې کارۍ په اړه اندېښنې او انتقادونه په ډېرېدو دي د افغانستان د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د ولسوالیو په کچه د ۷۴ نويو پروژو د عملي کېدو تړون لاسلیک کړ.

د کلیو د رغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د شنبې په ورځ د انکشافي شورا ګانو له غړو سره د دغو پروژو د لاسلیک پر مهال وویل چې د یادو پروژو عملي کول به د بلې اوونۍ له پيله په ګڼ شمېر ولایتونو کې پيل شي او په یوه کال کې به بشپړې شي.

نوموړی وايي چې په دغو نویو پروژو کې ۲۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ډېره برخه یې اسیا پراختیایي بانک ورکوي.

دا چې د رغونې په دغو پروژو کې کومې برخې شاملې دي، ښاغلی درانی یې په اړه وایي:

"دا پروژې په څلورو کتګوریو کې دي استنادي دېوالونه دي، کانال او سربندونه دي او سړکونه دي دا کار د سېلابونو په مخنیوي کې اساسي رول لري د دې پروژو په پلي کېدو سره ۱۴۹۷۷۹ کسان ترې استفاده وکړي او ۸۰۱۴۰ کاري ورځې به رامنځته کړي."

ویل کېږي چې د دې پروژو له تطبیق سره به شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته لنډ مهاله کارونه پیدا شي او د لانورو کارونو زمینې به برابرې کړي.

د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې د داسې پروژو د پیاوړتیا لپاره جرمني هېواد د تازه ۲۵ میلیونو ایرو د مرستو ژمنه کړې چې له ترلاسه کېدو سره به دا پروژې د ټول هېواد په کچه ډېرې شي.

دا پروژې په بلخ، سمنګان، بغلان، بدخشان، پنجشېر، غور، بامیان، لغمان، تخار، لوګر، پکتیا، جوزجان، کنړ، نورستان، میدان وردګ، دایکنډي، سرپل او کابل ولایتونو کې د یو شمېر پراختیايي شوراګانو له خوا پلي کېږي.

د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت شاوخوا ۱۵۰ ورته پروژې پیل کړي دي.

کلیوال وايي چې په خپلو سیمو کې د کاري بوختیاو د پیدا کولو لپاره دا ګټور پروګرام دی او د دوی ځایي محصولات ورسره وده کوي.

د سروبي ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي شیرمحمد یې په اړه وايي:

"ډېر خلک چې له یوه ځایه بل ځای ته ځي اوس به په خپلو ځایونو کې کار ورته پیدا کېږي، زموږ فصلونو ته به د کانالونو له لارې اوبه ورسېږي موږ په کرنه ولاړ یو، ترکاري غنم پیاز کرو دا یوازې موږ ته ګټه نه ده کابل ته یې هم ګټه ده زموږ محصولات ټول کابل ته راځي."

جمهور رئیس غني د ثبات لپاره د کار موندنې ملي پروګرام د پیل په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به د ځينو پروژو له پیل سره په شاوخوا ۲۰ زره کلیو کې خلکو ته کارونه پیدا شي.

افغان حکومت وايي چې د دا ډول پروژو د پیاوړتیا لپاره یې د یو شمېر هېوادونو باور حاصل کړی او مرسته کوونکي هېوادونه هڅوي چې د کلیوالو خلکو په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره د رغونې کارونه تر لیرې پرتو سیمو ورسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG