د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د کلیو له پراختیايي شوراګانو او خصوصی شرکتونو سره د ۷۱ پروژو تړون لاسلیک کړل.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د دغو پروژو د لاسلیک پرمهال وويل دغه پروژې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پلې کېږي.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر وايي چې د دی پروژو هدف د اوبو مدیریت او تنظیم، سړک جوړونه او د اوبو رسول دي چې په عملي کولو سره به یې د زرګونه خلکو ژوند بدلون ومومي.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د یکشنبې په ورځ د دغو تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل چې دغه پروژې په څو ولایتونو کې د خلکو د غوښتنو سره سمې عملي کېږي او د خلکو ستونزې به هم یو څه کمې کړي.
هغه زیاته کړه:
"که په مجموعي ډول ووایو ددغه ۷۱ پروژو په پلې کولو سره چې د څلور سوه درویشت میلیونه اوه سوه شپږ اویا زرو شپږ سوه نهه شپیته افغانیو په ارزښت نن لاسلیک کېږي، په ټولي ډول دوه لکو دیرش زرو یو لکو یواویا زره پنځه کسان له دې پروژو نه برخمن کېږي او یو لکو دوه ویشت زرو پنځه سو یو اویا زره کاري ورځې برابروی."
ښاغلي دراني زیاته کړه دغه پروژې په کابل، بلخ، بغلان، بدخشان، غور، لوګر، کندوز، بامیان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پلې کېږي.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې دغه وزارت د تېر کال له لومړيو څخه تر دی دمه د اوبو د مدیریت په برخه کې ۴۸۸ پروژې د دوه ملیارډو افغانیو په ارزښت تطبیق کړي دي.
هغه وايي چې له هغې نه یو نیم میلیون کسان برخمن شوي او خلکو ته يې د شاوخوا یو میلیون کاري فرصتونه برابر کړي دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د کار موندنې د ملي پروګرام د پیل په مراسمو کې وویل چې د یو شمېر پراختیایي پروژو په تر سره کولو سره به زرګونه کسانو ته دکار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د پراختیايي شوراګانو یو شمېر غړي دغه پروژی د کلیو د پراختیا په برخه کې مهمي ګڼې او په ولایتو کې د ډېرو پروژو د پلي کولو غوښتونکي دی.
صدام یو له دغو غړو څخه دی:
"موږ ورته پروژې نورې هم غواړو، دغو پروژو پسې موږ ډېرې منډې وکړې، خو اخیر وزیر صاحب را سره پروژه لاسلیک کړه اوزموږ نوري ځمکې هم خرابي دې، بیا دې هم زموږ سره د ورته پروژو په برخه کې همکارې وکړي، تر څو زموږ ځمکي د سیند د اوبو له خطره ووځي."
د کلیو او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت په زرګونه پروژې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پیل کړي چې حتا د یو شمېر پروژو کار پای ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت مسولین وايي د زراعت وده، د اوبو مدیریت، د اوبو رسولو اسانتیا او د افغانستان مارکېټونو ته د زراعتي محصولاتو روسول هغه څه دي چې دوی تر ډېره پرې تمرکز کوي.
راپور: ابراهیم صافی