په کابل کې د افغانستان د کانونو په اړه په لومړني جوړ شوي څیړنیز کنفرانس کې، د کنفرانس جوړنکي شپږ بیلابیلې ستوزې په ګوته کوي او له افغان حکوکت نه غواړي چې دغو ستونزو ته په جدي توګه رسیدګي وشي.
د کانونو ناقانونه استخراج، لوټ او قاچاق هغه ستونزې دي چې د خلکو اندېښنه یې راپارولې او په وار-وار د رسنیو له خوا پرې انتقادي راپورونه برابر شوي دي.
په کابل کې پژواک خبري اژانس هم د افغانستان د کانونو په اړه په یو جوړ شوي څېړنیز کنفرانس کې د خپل یو کلن څیړنیز کار نتیجې له خبریالانو سره شریکې کړې.
د پژواک خبري اژانس مسوول دانش کړوخيل وویل چې د څېړنو نتیجې یې شپږ اساسي ستونزې په ګوته کړي او له افغان حکومت نه یې د دې ستونزو د هواري غوښتنه وکړه:
"د هیواد له کانونو څخه د پژواک موندنې دا هغه شپږ اساسي ستونزې دي چې په تېر یو کال کې زموږ ژورنالیستانو یې په اړه تحقیق کړی و؛ زموږ له حکومت نه غوښتنه دا ده چې دغو شپږو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي."
په دغو شپږو اساسي ستونزو کې د کانونو نا قانونه کېندنې؛ د بشري حقونو نقض او د کانونو د کارګرانو خوندیتوب؛ د کانونو د تړونونو مسایل، د هیواد نه بهر د افغانستان د کاني توکو پروسس؛ د کانونو په اړه معلوماتو ته د خلکو او رسنیو نه لاسرسي او د کاني توکو قاچاق شامل دي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړی دغو ستونزو ته په اشارې سره وايي چې د کانونو د تړنونو په برخه کې همجدي ستونزې موجودې دي.
خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د یو شمېر ستونزو په منلو سره د کنفرانس په جوړنکو دا انتقاد کوي چې د معلوماتو په وړاندې کولو کې ستونزې لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال انجنیر نصیر احمد درانی وايي چې جوړ شوی کنفرانس په هیڅ ډول څېړنیز نه دی:
"په موږ سریع انتقاد وکړئ، کوم تحقیقات چې کوئ مبنا یې باید معلومه وي. کاشکې چې د دې کنفراس نوم تحقیقاتي نه وای؛ تحقیقاتي مانا دا چې حقیقت یابي؛ ما بعضې شیان ولیدل چې حقیقت نه لري؛ خو دوی یې په موږ پورې تړي."
ښاغلی درانی وايي که څوک وغواړي چې د سمو معلوماتو پر بنسټ څېړنې وکړي؛ نو دوی حاضر دي، چې همکاري ورسره وکړي.
خو د پژواک خبري اژانس مسوولین دا نه مني او وايي چې مونږ سره د راپورنو د برابرولو په برخه کې لازمه همکاري نه ده شوې.
د کانونو په برخه کې ورته ستونزو ته پخوا هم اشاره شوې؛ خو تراوسه هم د کانونو د خپل سري استخراج او قاچاق مخه نه ده نیول شوې.
ویل کېږي چې د افغانستان د کانونو په نا قانونه کیندنې او قاچاق کې یو شمیر لوړ پوړي دولتي چارواکي هم ښکېل دي.
افغان حکومت څه باندې یو کال وړاندې د کانونو د غیر قانوني کیندونکو یو لست هم برابر کړ؛ خو هغه لست هم د رسنیو له سترګو پټ وساتل شو او خپور نه شو.
راپور : اجمل تورمان